Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​میر فتح محـمد د میر غلام حسن بیگ زوی په ۱۹۰۱ز کال کې د بهسودو په منگسک کې زېـږېـدلی دئ. هزاره دئ. لا ۲۹ کلن وو چې د امیر امان الله خان له پلوه ورته د فرقه مشرئ د جنرالۍ افتخاري لقب ورکړل سو. دی یو له هغو دریو تـنو هزاره مشرانو څخه وو چې د ۱۹۲۹ز کال د مارچ له میاشتې د سپتمبر تر میاشتې پورې د اونی په کوتل کې د حبیب الله کلکاني د ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړ.

 په "کورس عالي عسکري" کې ﺌـې گډون وکړ. د نادر شاه له وژل کـېـدلو وروسته له ۱۹۳۳ تر ۱۹۴۵ز کال پورې زنداني سو. ورپسې کندهار ته تبعید سو او په ۱۹۴۶ز کال کې د صدر اعظم شاه محـمود تر عفوې پورې په کندهار کې تبعید وو. له ۱۹۵۱ تر ۱۹۵۲ز کال پورې د (حزب ِ وطن) د بنسټ ايښودونکو له غړو څخه دئ. له ۱۹۵۲ تر ۱۹۶۳ز کال پورې بیا زنداني سو. د ۱۹۶۴ز کال د ولسي جرگې په ټاکنو کې ودرید خو ډاکټرې اناهیتا راتب زاد ورته ماتې ورکړه. په ۱۹۸۰ز کال کې د پلار وطنې ملي جبهې/ جبهـﮥ ملي پدروطن غړی. په کابل کې د ناپـېـژاندو وسله والو کسانو له لوري ووژل سو.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

فتح محـمد