نوع محتوا | ترجمهٔ دری | بیوگرافی مختصر | تصویر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | جنرال غوث الدین خان غوث الدین یکي ازمشران قوم (اورمړ) در لوگر بودند. در سال ۱۸۸۵م. نزدیک هرات هنګام کار کمیسیون بالای تحدید سرحدي غوث الدین وارد مکاتبات جدی با زبان تند با دګروال روسي الیخانوف. مکاتبات الیخانوف مملو از الفظ رکیک و توهین آمیز بود، ولی جوابات غوث الدین نیز فوق العاده دندان شکن بود. غوث الدین در بیستم مارچ ۱۸۸۵م. در حادثه پنجدﮤ بر ضد روسها جنګ نمود و طی ان مردانګی وشجاعت فوق العاده ازخود نشان داد وزحمی نیز ګردید. ډگروال «ریجوي» در مورد غوث میګوید : «ایشان یک افغان عالی و ممتاز میباشند. آیا اینکه او در جنګ واقعی یک جنرال خوب خواهد بود، من نمی دانم، اما موقعیت خود را در آق تپه بشکل فوق العاده عالي احراز نموده است. غوث الدین در مورد آن هده مشکلات آګاهی عمیق دارد که ما با آنها مواجه استیم او با «سرقیها» در مذاکرات ډیپلوماسي عالی را از خود نشان داد و دربین سرقیان دارای شهرت نیک است. بدون شک که غوث الدین یک شخص وفادار است؛ ایشان دربیستم فبروری سال ۱۸۸۵م. درمقابل روسها برای دفع از موقف اش آمادګی کامل ابراز داشت و تلاش نمود تا به سمت پل خشتي به پیش برود.» درسال ۱۸۸۳هنګامیکه در بالامرغاب بود، مناسبات اش بایلانتوش خان هوب نبود و چنان معلوم میشد که برای تهدید او سربازان خود را ګماشته یود . ایشان در فبروری سال ۱۸۸۷مسئول منطقه ی بالامرغاب بود. درپایان سال ۱۸۸۷م. امیر عبدالرحمن اورا ګماشت تا با ګروپی برود که غرض تعیین نمودن سرحد افغان – روس توظیف شده بود ؛ قبل از انکه کار این ګروه به پایان برسد، او را رخصت دادند و عوض او برادرش ملا عبدالعزیز خان را تعیین کردند. اینکه چرا غوث رارخصت دادند دلیل آن این بود که در منطقه ی فیروز کوهي موجودیت شان برای جمع اوری مالیات و امور اداري ضرور بود .بعد از اجرای این وظایف غوث الدین دوباره به تعیین سرحد فرستاده شد ته پایه های سرحدې راتفتیش کند. قبر ایشان در مزار شریف درجوار خلیفه «حضرت - م» علي میباشد. اکنون اعضای خانواده غوثي به کارکرد های او افتخار می نمایند. مترجم دری: پوهاند محمد بشیر دودیال
| جنرال. غوث الدین د لوگر د اورمړي یو قومي مشر دئ. په ۱۸۸۵ز کال کې هرات ته نـېـږدې د سرحدي تحدید د کمیسیون د کار پر مهال غوث الدین له روسي ډگروال الیخانوف سره د زښتې ترخې ژبې مکاتبات درلودل. د الیخانوف مکاتبات له ډېر سپکاوي او توهین څخه ډک ول خو د غوث الدین غاښ ماتوونکي ځوابونه هم فوق العاده ول. غوث الدین د ۱۸۸۵ز کال د مارچ په ۲۰ نـېـټې د پنجدﮤ په پـېـښې کې د روسانو پر ضد جگړه وکړه او د جگړې په لړ کې ﺌـې له ځانه فوق العاده زړورتیا او مـېـړانه وښودله او ټپي هم سو. ډگروال «ریجوي» د غوث په هکله داسې وايي : «دی یو ممتاز او عالي افغان دی. دا چې په رښتوني جگړې کې به دی یو ښـﮥ جنرال وي، زه نـﮥ پوهـېـږم خو دﮤ په آق تپې کې خپل موقعیت په فوق العاده عالي توگه غوره کړی دئ. غوث الدین د هغو ننگونو په هکله ژور پوهای ښودلی چې موږ ورسره مخ یو او له «سرقیانو» سره ﺌـې په خپلو خبرو کې عالي ډیپلوماسي ښودلې او د سرقیانو په منځ کې ښـﮥ شهرت لري. شک نـﮥ سته چې غوث الدین وفادار سړی دی؛ دﮤ د ۱۸۸۵ز کال د فبرورۍ د میاشتې په شلمې نـېـټې د روسانو پروړاندې د خپل د دریځ د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی وښود او د پل خشتي پر لور ﺌـې د پرمختگ هڅه وکړه.» په ۱۸۸۳ز کال کې کله چې په بالامرغاب کې وو له یلانتوش خان سره ﺌـې اړیکې ښې نـﮥ وي او داسې ښکاري چې د هغه د تهدید او گواښلو لپاره ﺌـې خپل سرتیري کارولي دي. دی د ۱۸۸۷ز کال د فبرورۍ په میاشت کې د بالامرغاب مسؤول وو. د ۱۸۸۷ز کال په پای کې امیر عبدالرحمن دی وگومارﮤ له هغې ډلې سره لاړ سي چې د افغان – روس د سرحد د نښې ایښودلو د بشپړولو لپاره تللې وه؛ مخکې له دې چې ددې ډلې کار پای ته ورسـېـږي دﮤ ته رخصت ورکړل سو او ځای ﺌـې ددﮤ ورور ملا عبدالعزیز خان ته ورکړ. دا چې ولې غوث ته رخصت ورکړل سو دلیل ﺌـې دا وو چې د فیروز کوهي په سیمې کې د مالیاتو د راټولولو او اداري چارو د پرمخ بیولو لپاره ددﮤ حضور ضروري وو. ددې کار له پای ته رسـېـدلو وروسته غوث الدین د سرحد موازاتو ته ولیږل سو چې سرحدې ستـنې تفتیش کړي. ددﮤ قبر په مزار شریف کې د خلیفه «حضرت - ژ» علي په آرامځای کې دی. اوس د غوثي کورنۍ غړي ددﮤ نوم د هغـﮥ د ویاړلو کارونو په ویاړ کاروي. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| | غوث الدین |