Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
مختصات افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملتربیوگرافی مختصرتصویراسم یا کلمه
محققین و مؤلفینغلام محمد غبار کی بود؟

​میر غلام ‌محمد غبار فرزند میرزا میر محبوب خان (فرملی) در سال ۱۲۷۶ خورشیدی (۱۸۹۸ میلادی) در دروازه لاهوری شهر کابل متولد و در ۱۶ دلو ۱۳۵۶ (۵ فوریهٔ ۱۹۷۸) وفات نمود.
در دوره امانی، مدیریت جریدهٔ هفته ‌وار «ستارهٔ افغان ــ ریاست یکی از شعب وزارت امنیهٔ عمومیه ــ عضویت هیئت تنظیمیهٔ ولایت هرات ــ معاونیت تصدی شرکت امانیه و نمایندگی تجارتی در نمایشگاه مسکو ــ کاتب وزارت مختاری افغانستان در پاریس ــ مدیریت گمرکات ولایت قطغن و بدخشان ــ وکالت انتخابی شهریان کابل در لویه جرگهٔ پغمان.
در دوره خانواده نادر خان، سرکاتب وزارت مختاری افغانستان در برلین ــ عضویت انجمن ادبی کابل: ۱۹۳۱–۱۹۳۲ ــ زندانی سیاسی ۱۹۳۳– ۱۹۳۵ ــ تبعید سیاسی در ولایت فراه و قندهار ۱۹۳۵–۱۹۴۲ ــ عضویت انجمن تاریخ در کابل: ۱۹۴۳–۱۹۴۷ ــ نمایندهٔ انتخابی شهریان کابل در دورهٔ هفتم شورای ملی ۱۹۴۹–۱۹۵۱ ــ بنیان گذار و منشی حزب وطن و بنیانگذار و صاحب امتیاز جریدهٔ وطن ارگان حزب: ۱۹۵۱–۱۹۵۲ ــ محبوس سیاسی: ۱۹۵۲–۱۹۵۶ ــ ۱۹۵۶– ۱۹۷۸ غبار در همین دوره کتاب افغانستان در مسیر تاریخ را نوشت که در دور حکومت نور احمد خان اعتمادی سانسور بعد از نشر و کتاب در گدام های مطبعه دولتی محبوس شد.
لمر احسان

غلام محمد غبار
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​(د کابلي سید له کورنۍ څخه) د سید محـبوب زوی په ۱۸۹۷ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. له لومړۍ نړۍ والې جگړې مخکې د مشروطه ډلې ځوان پلوی او همفکر. په جبل السراج او چاریکارو کې ﺌـې تدریس کړی دئ.  له ۱۹۱۹ تر ۱۹۲۰ز کال پورې د «ستارﮤ افغان»  محرر. له ۱۹۲۰ تر ۱۹۲۱ز کال پورې د پولیسو مشر. په ۱۹۲۶ز کال کې په پاریس کې او په ۱۹۳۰ز کال کې په برلین کې د افغان سفارتونو لومړی سکرتر.

په ۱۹۲۷ز کال کې د گمرکاتو مدیر. په ۱۹۲۸ز کال کې د پغمان په لویې جرگې کې استازی. له ۱۹۳۱ تر ۱۹۳۲ز کال پورې د ادبي ټولنې غړی. له ۱۹۳۳ تر ۱۹۳۵ز کال پورې سیاسي زنداني. له ۱۹۳۵ تر ۱۹۴۲ز کال پورې سیاسي تبعید. له ۱۹۴۳ تر ۱۹۴۸ز کال پورې د تأریخي ټولنې غړی. په ۱۹۴۸ز کال کې د مطبوعاتو د ریاست ادبي سلاکار. په ۱۹۴۸ز کال کې په ولسي جرگې کې د کابل ولس استازي. د وطن د گوند د بنسټ ایښودونکو له غړو څخه دئ او په ۱۹۵۱ز کال کې د وطن د ورځپاڼې محرر چې له ۴۸ گڼې وروسته ﺌـې د چاپ مخه ونیول سوه. له ۱۹۴۹ تر ۱۹۵۱ز کال پورې د ولسي جرگې اوومې دورې ته د ۱۳۴۰۰ رأيو په گټلو وټاکل سو.

له ۱۹۵۲ تر ۱۹۵۶ز کال پورې، د شاه محـمود د حکومت له مخالف، محـمودي سره یو ځای سیاسي زنداني سو. د «افغانستان در مسیر تأریخ» د کتاب په گډون د افغانستان د تأریخ د گڼ شمـېـر کتابونو مؤلف؛ افغانستان در مسیر تأریخ په ۱۹۶۷ز کال کې (د میوندوال د حکومت له پلوه) چاپ سو او د (اعتمادي د حکومت له پلوه) ممنوع اعلان سو. دا کتاب د ۱۹۷۸ز کال د مې په میاشت کې له قید او بند څخه خلاص سو خو په همدې کال کې یو ځل بیا ممنوع اعلان سو (په ۱۹۸۲ز کال کې په مشهد کې له سره چاپ سو.) مؤرخ، لیکوال، شاعر. د ۸۱ کالو په عمر د ۱۹۷۸ز کال د فبرورۍ د میاشتې په ۵ نـېـټې په جرمني کې وفات سو. دﮤ خپل نوم په لاتین تورو یا حروفو د Gobar په ډول لیکلی دئ.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آری
غلام محـمد غبار