نوع محتوا | بیوگرافی مختصر | تصویر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | عبدالغفور برشنا د (محـمدزي) امیر محـمد زوی په ۱۹۰۷ز کال کې زېـږېـدلی دئ. تر اتم ټولگي پورې ﺌـې د حـبـيـبـیـې په ښوونځي کې درس لوستی چې د هغـﮥ مهال د ښوونځي وروستی ټولگی وو. په برلین، میونیخ او لیپزیک کې ﺌـې د ښکلو او ظریفه هنرونو په ښوونځیو کې تحصیل کړی دئ او په ۱۹۲۹ز کال کې له خپلې جرمنۍ مـېـرمنې سره کابل ته راستون سو. په افغان نقاشانو کې زښت ډېـر مشهور نقاش. د خپلو هنري آثارو نندارتون ﺌـې په افغانستان، هندوستان، د مصر په عربي جمهوریت او ایران کې وړاندې کړي دي. نوموړی یو ماهر موسیقي پوه، کمپوزر او ډرامه لیکونکی وو. په ۱۹۳۳ز کال کې د غلام محـمد میمنگي پر ځای د کابل د ښکلیو هنرونو د ښوونځي مدیر سو. د نجات د ښوونځي د ښکلیو هنرونو او د لاسي صنایعو د هنرونو مدیر. په ټول افغانستان کې د ښکلیو هنرونو د ټولو ښوونځیو رﺌـیس. د دولتي مطبوعاتو مشر. د راډیو افغانستان رﺌـیس. په تهران کې کلتوري اتشه. د معارف د وزارت سلاکار. د افغانستان د «لومړي – ژ» جمهوریت ملي سرود ﺌـې کمپوز کړ. د برشنا وروستی هنري کار چې د افغان فلوکلور د ټولنې له پلوه خپور سو د داستانونو یوه ټولگه وه چې ددﮤ خپله رسامي ورسره ملگرې وه. د ۱۹۷۴ز کال د جنورۍ په څلورمې نـېـټې وفات سو. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| | غفور برشنا |