Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتواترجمهٔ دریبیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

شاه محـمود غازي درسال ۱۸۸۶م. چشم به جهان ګشود و مربوط قوم محـمدزی و از جمله ی سرداران بود. ایشان پسر کوچک محـمد یوسف و کاکای محـمد ظاهر بودند. درسال ۱۹۱۷م. بحیث «سر- سر- اوس» مقرر ګردید که معادل رتبه ی ډگروال آن زمان بودند. درماه سپتمبر سال ۱۹۱۹والی ملکي و نظامي سمت «جنوبي » یا (پکتیا) بودند. از ۱۹۲۲ تا ۱۹۲۵م. قوماندان عمومی بدخشان و قطغن بودند. در اپریل سال ۱۹۲۶م. والی ولایت مشرقي بود. در فبروری سال ۱۹۲۸م. از جلال آباد به کابل تبدیل شد. درمارچ ۱۹۲۸معین وزارت خارجه بود. حبیب الله کلکاني او را بحیث نماینده خود برای ولایات شرق و جنوب ګماشت زمانیکه در ماه مارچ ۱۹۲۹ جنرال نادر خان به خوست مواصلت ورزید شاه محـمود هم با او پیوست. درمقابل حبیب الله کلکاني در کمپاین نادر خان کمک نمود. از ۱۹۲۹ تا ۱۹۴۶وزیرحرب نادر شاه و ستر درستیز اردو بود. بعد عازم سمت شمال شد ودر ۱۹۳۱م. درماه جنورۍ درولایات شمال « رئیس تنظیمیه » ګردید. او توانست که در سرحدات اتحاد شوروي ابراهیم بیگ را شکست دهد و به اندازه کافی امنیت را برقرار و شاه محـمود توانست در اګست ۱۹۳۱م. دوباره به کابل عودت نماید. به پاس خدمات اش مدال «لمر اعلی» را دریافت نمود. زمانیکه نادرشاه در کابل به قتل رسـېـد او حاضر صحنه بود. محـمد ظاهر را بحیث پادشاه کاندید، به او اظهار بیعت نمود. خودش بحیث ستر درستیز و وزیر جنگ باقی ماند. دردسمبر ۱۹۳۵عازم اروپا ګردید. درسال ۱۹۳۶در ماه دسمبر به کابل عودت نمود از ۱۹۴۶ تا ۱۹۵۳بحیث صدراعظم ایفای وظیفه نمود.

ازسال ۱۹۵۰ تا ۱۹۵۱درایالات متحده ی امریکا زنده ګی مینمود. حکومت شاه محـمود داعیه "پـښـتونستان" رابلند نموده بود و در سرحد کشور از "خود ارادیت" وحق استقلال مردم پښتون حمایت و کمپاین میکرد. همکاری امریکا را در مودر پروژه وادی هلمند پذیرفت. به آزادی واقعی بیان ومطبوعات مستقل اجازه داد، در نتیجه محصلان پوهنتون کابل و ولسي جرگه به یک نیروی سیاسي مبدل شدند. درنتیجه مجبور به بعضی اقدامات استبدادي شد وبه دوره قبل رجعت کرد وقتی آزادی سیاسي بیشتر شد حکومت وی مورد حملات واقع ګردید. درسال ۱۹۵۲م. ببرک کارمل، عبدالحی عزیز، ډاکټر قیوم رسول، فاروق اعتمادي، برات علي تاج و یکتعدتد دیګر را روانه زندان نمود. در ۱۹۵۳م. مجبور به استعفی ګردید و سردار محـمد داؤود به عوض او ګماشته شد. او با صبیه ی قمر البنات نورستانی خانم امیر حبیب الله ، صفورا سراج ازدواج نموده بود نامهای پسرانش:

ځلمی محـمود غازي (سفیردر پاریس درسال ۱۹۶۵و در ۱۹۷۱ سفیر در لندن، در ۱۹۷۳ سفیر در تهران ودر ۱۹۷۷ سفیر در قاهره)؛ پسر دیګر او سلطان محـمود غازي (از ۱۹۷۱ تا ۱۹۷۶رئیس هوايي ملکي و توریزم)؛ عبدالعظیم (اتشه نظامی درمسکو)؛ نظام الدین (مامور وزارت خارجه) و صلاح الدین (مصروف کاروبار شخصي). ایشان در ۱۹۵۹درماه دسمبر وفات یافت .

​شاه محـمود غازي په ۱۸۸۶ز کال کې زېـږېـدلی دئ. سردار او محـمدزی دئ. د محـمد یوسف کشری زوی او د پخواني پادشاه محـمد ظاهر اکا دئ. په ۱۹۱۷ز کال کې د «سر- سر- اوس» [ ] په توگه مقرر سو چې د هغه مهال د ډگروالۍ رتبه وه. د ۱۹۱۹ز کال د سپتمبر په میاشت کې  د «جنوبي سمت» [ ] (پکتیا) ملکي او پوځي والي. له ۱۹۲۲ تر ۱۹۲۵ز کال پورې د بدخشان او قطغن عمومي بولندوی. د ۱۹۲۶ز کال د اپریل په میاشت کې د مشرقي ولایت والي. د ۱۹۲۸ز کال د فبرورۍ په میاشت کې له جلال آباد څخه کابل ته راتبدیل سو. د ۱۹۲۸ز کال د مارچ په میاشت کې د کورنیو چارو د وزارت مرستیال وزیر. حبیب الله کلکاني د ختیځو او سویلي ولایتونو قومونه لپاره د خپل شخصي استازي په توگه وگومارﮤ. کله چې د ۱۹۲۹ز کال د مارچ په میاشت کې جنرال نادر خان خوست ته راورسـېـد شاه محـمود هم ورسره یو ځای سو. د حبیب الله کلکاني پر وړاندې د نادر خان د کمپاین مرسته ﺌـې وکړه. له ۱۹۲۹ تر ۱۹۴۶ز کال پورې د نادر شاه د جنگ وزیر او ستر درستیز. له کابله د شمالي ولایتونو پر لور وخوځـېـد او د ۱۹۳۱ز کال د جنورۍ په میاشت کې د افغانستان د شمال د ولایتونو لپاره د «تنظیمیه رﺌـیس» په توگه وگومارل سو. په دې بریالی سو چې د شوروي اتحاد د سرحداتو په اوږدو کې ابراهیم بیگ وځپي او په هـېـواد کې ﺌـې په کافي اندازې امنیت دومره ټینگ کړ چې شاه محـمود وکولی سول د ۱۹۳۱ز کال د آگست په میاشت کې کابل ته راستون سي. د «لمر اعلی»مډال ﺌـې واخیست د ۱۹۳۱ز کال د سپتمبر په میاشت کې ﺌـې د مارشالۍ لقب تر لاسه کړ. کله چې نادرشاه په کابل کې په قتل ورسـېـد دی حاضر وو. محـمد ظاهر ﺌـې د پادشاه په توگه کاندید کړ او هغـﮥ ته ﺌـې د خپل بیعت سوگند وخوړ. دی په خپله د ستر درستیز او د جنگ دوزیر په توگه پاتې سو. د ۱۹۳۵ز کال د دسمبر په میاشت کې د اروپا په سفر راووت. د ۱۹۳۶زکال د دسمبر په میاشت کې بـېـرته کابل ته راستون سو. له ۱۹۴۶ تر ۱۹۵۳ز کال پورې د صدراعظم په توگه.

له ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۱ز کال پورې د امریکا په متحده ایالاتو کې وو. د شاه محـمود حکومت د "پـښـتونستان" په پلوي او د سرحد د پښـتـنو د "خود ارادیت" د حق د ورکولو په گټه ﺌـې کمپاین په لاره واچاوﮤ. د هلمند د درې د پراختیا او پرمختیا په هکله ﺌـې د امریکا همکاري ومنله. د بیان او د مطبوعاتو واقعي آزادۍ ته ﺌـې اجازه ورکړه. د کابل پوهنتون محصلین او ولسي جرگه په سیاسي ځواکونو بدل سول. دی هغه مهال مجبور سو چې استبدادي اقداماتو ته رجعت وکړي کله چې د سیاسي آزادیو ورکړه ددې لامل سوه چې ددﮤ پر حکومت باندې بریدونه مخ په ډېـرېـدو سول. په ۱۹۵۲ز کال کې ﺌـې ببرک کارمل، عبدالحی عزیز، ډاکټر قیوم رسول، فاروق اعتمادي، برات علي تاج او نور زندان ته واچول. په ۱۹۵۳ز کال کې ﺌـې استعفی وکړه او پر ځای ﺌـې سردار محـمد داؤود وگومارل سو. د امیر حبیب الله د نورستانۍ مـېـرمنې له لور قمر البنات، صفورا سراج سره ﺌـې وادﮤ کړی وو. زامن ﺌـې :

ځلمی محـمود غازي (په ۱۹۶۵ز کال کې د پاریس سفیر، په ۱۹۷۱ کې د لندن، په ۱۹۷۳ کې د تهران او په ۱۹۷۷ز کال کې د قاهرې سفیر)؛ او سلطان محـمود غازي (له ۱۹۷۱ تر ۱۹۷۶ز کال پورې د هوايي ملکي او توریزم رﺌـیس)؛ عبدالعظیم (په مسکو کې پوځي اتشه)؛ نظام الدین (د باندنیو چارو د وزارت مأمور) او صلاح الدین (په شخصي کاروبار اخته وو). د ۱۹۵۹ز کال د دسمبر په میاشت کې وفات سو.

لیکوال: لودویگ آدمک

ژباړونکي: رحمت آریا

غازی شاه محـمود