Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتواترجمهٔ دریبیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

سلطان محـمود غازيپسر دوم صدراعظم شاه محـمود غازي بود که در ۱۹۲۵م. چشم به چهان ګشوده است. درسال ۱۹۴۶م از لیسه استقلال فارغ ودر ۱۹۴۸از پوهنتون لوزان سویتزرلند فارغ ګردید. از۱۹۵۰ تا ۱۹۵۳در کاناډا درپوهنتون مونتریال تحصیل نمودو لیسانس اش را بدست آورد. از ۱۹۵۳ تا ۱۹۶۳م. آمر تفتیش صدارت عظمی بود. در ۱۹۶۴م. رئیس مذاکرات تعیین و علامه گذاری سرحد چین – افغانستان ومذاکرات تحدید سرحدی و توافق را امضا نمود.

از ۱۹۶۳ تا ۱۹۷۷رییس د افغان هوايي چلند وتوریزم بود که بست معادل وزارت بود.. از ۱۹۶۳ تا ۱۹۷۷م. رئیس د آریانا افغان هوايي شرکت بودند. از ۱۹۶۸ تا ۱۹۷۷بنیانگزار و رئیس د باختر هوايي شرکت بودند. همچنان مؤسس مرکز افغان کمپیوټر بودند. بعداً به حیث رییس شرکت سهامي هوتلداری بودند. از ۱۹۶۵ تا ۱۹۷۷م. ریس انجمن دوستی افغان – چین بود. در ۱۹۷۷م. تقاعد گردید. در تحول ثور به خارج از کشور رفت. ایشان با خواهر ملکه حمیرا، میرمن عالیه ازدواج نموده بود. بعد از مهاجرت در ایالات متحدهٔ امریکا زندگی مینمود.

مترجم دری:  پوهاند محمد بشیر دودیال

​د صدراعظم شاه محـمود غازي دوهم زوی په ۱۹۲۵ز کال کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۴۶ز کال کې د استقلال له لیسې څخه فارغ سو؛ او په ۱۹۴۸ز کال کې د سویتزرلند د لوزان له پوهنتون څخه فارغ سوی دئ. له ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۳ز کال پورې ﺌـې د کاناډا د مونتریال په پوهنتون کې تحصیل وکړ او لیسانس ﺌـې تر لاسه کړ. له ۱۹۵۳ تر ۱۹۶۳ز کال پورې د صدارت عظمی د تفتیش مشر. په ۱۹۶۴ز کال کې د چین – افغانستان تر منځ د سرحدي تحدید او نښو ايښودلو د خبرو اترو رﺌـیس او توافق لیک ﺌـې ورسره لاسلیک کړ.

 له ۱۹۶۳ تر ۱۹۷۷ز کال پورې (د وزیر په رتبې) د افغان هوايي چلند او توریزم رﺌـیس. له ۱۹۶۳ تر ۱۹۷۷ز کال پورې د آریانا افغان هوايي شرکت رﺌـیس. له ۱۹۶۸ تر ۱۹۷۷ز کال پورې د کورنیو الوتنو لپاره د باختر د هوايي شرکت بنسټ ایښودونکی او رﺌـیس. د افغان کمپیوټر د مرکز بنسټ ایښودونکی او رﺌـیس. د افغان هوټلونو د سهامي شرکت رﺌـیس. له ۱۹۶۵ تر ۱۹۷۷ز کال پورې د افغان – چین د ملگرتوب د ټولنې رﺌـیس. په ۱۹۷۷ز کال کې ﺌـې تقاعد وکړ. د غوايي د پاڅون پر مهال له هـېـواده دباندې وو. د ملکې حمیرا له خور، عالیې سره ﺌـې وادﮤ کړی دئ. د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

غازی سلطان محـمود