Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​محـمد عثمان امیر په ۱۹۰۲ز کال کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۲۰ز کال کې د باندنیو چارو وزارت کې شامل سوی دئ. په ۱۹۲۱ز کال کې په هندوستان کې قـنـسـل. په ۱۹۲۳ز کال کې د کود، پروتوکول او د ویزې د څانگې مدیر.

 په ۱۹۲۷ز کال کې په بمبـﺌـي کې قـنـسـل. په ۱۹۳۰ز کال کې په تهران کې قـنـسـل. په ۱۹۳۶ز کال کې د کابل ښاروالۍ منتخب ښاروال. په ۱۹۴۸ز کال کې په روم کې افغان وزیرمختار. له ۱۹۵۲ تر ۱۹۵۶ز کال پورې د باندنیو چارو د وزارت مرستیال وزیر. په ۱۹۵۷ز کال کې په ایران کې افغان سفیر.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

عثمان امیر