نوع محتوا | ترجمهٔ دری | بیوگرافی مختصر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | ملا عبدالغني سلیمان خیل غلزی متولد سال ۱۹۰۰م. یکی از پیروان جامعهٔ مجددیها بود. درسال ۱۹۲۳برعلیه امیرامان الله خان به حمایت از (گوډ ملا) ملا عبدالله احمدزي برخاست. در ۱۹۲۴م. درحالیکه حکم اعدام او صادر شده بود، توانست از اعدام فرار کند. از۱۹۳۰م. به بعد مورد حمایت صدراعظم هاشم خان و مجددیها قرار گرفت. نام پسر خود را غلام مجدد نهاد، ولی پسرش نام خود را به سلیمان لایق بدل نمود. تا سال ۱۹۸۲نیز در کابل حیات داشت . مترجم دری: پوهاند محمد بشیر دودیال
| ملا عبدالغني سلیمان خیل غلزی دئ چې په ۱۹۰۰ز کال کې زېـږېـدلی دئ. د مجددیانو د ټولنې یو مهم پيرو دئ. په ۱۹۲۳ز کال کې ﺌـې د امیر امان الله خان پر ضد د (گوډ ملا) ملا عبدالله احمدزي ملاتړ وکړ. په ۱۹۲۴ز کال کې په داسې حال کې چې د اعدام حکم ﺌـې صادر سوی وو، وتوانید له اعدام کـېـدلو څخه وتښتي. له ۱۹۳۰ز کال وروسته د صدراعظم هاشم خان او مجددیانو له ملاتړ څخه برخمن وو. د خپل زوی نوم ﺌـې غلام مجدد (د مجدد مرییی) کښـېـښود خو زوی ﺌـې خپل نوم سلیمان لایق ته بدل کړ. په ۱۹۸۲ز کال کې لا تر اوسه په کابل کې ژوند کوي.
لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| عبدالغنی |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | عبدالغني قلعه بیگي پسر شاغاسي (ایشک اقاسي) نیک محـمد بود که از گردیز بودند. دردهه ۱۹۴۰م. درمنصب قلعـه بیگي یا آمر قصر توظیف بود و رتبهٔ جنرال اداشت. از ۱۹۵۵ تا ۱۹۶۰والی قندهار بود. صبیه اش جمیله پلوشه عضو علی البدل کمیته ی مرکزی حزب دیموکراتیک خلق افغانستان بود. مترجم دری: پوهاند محمد بشیر دودیال
| عبدالغني قلعه بیگي د شاغاسي (ایشک اقاسي) نیک محـمد زوی دی، گردیزی دئ. په ۱۹۴۰ز لسیزې کې قلعـه بیگي یا د ماڼۍ مشر او جنرال وو. له ۱۹۵۵ تر ۱۹۶۰ز کال پورې د کندهار والي. د دﮤ لور جمیله پلوشه د افغانستان د خلق ډیموکراټیک گوند د مرکزي کمیټې علی البدله غړې ده. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا | عبدالغنی قلعه بیگي |