Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتواترجمهٔ دریبیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​عبدالغفور پسر عبدالله ، درسال ۱۹۰۰م. در منطقهٔ بنو ولایت قطغن ( اندراب ) متولد و در قریه ابایی اش به تعلیمات ابتدایی پرداخت ، بعد به  کابل آمده و شامل حربي پوهنتون  شد و از آن فارغ ګردید. وظیفه اش را به رتبه تورن در اردو آغاز نمود. در سال  ۱۹۲۴م. به رتبه ی جگړن ارتقاء نمود وبه هرات فرستاده شد. او از جمله ی اولین افسران افغانستان بود که  که در سال ۱۹۲۷م.  به اتحاد شوروي غرض تحصیلات عالی نظامی فرستاده شد. او از اکادمی نظامی «فرونز»  مسکو فارغ و مدال نیز اخذ نموده بود. مدتی را در زندان  کیف به این اتهام ګذشتاند که یکتعداد روسها را به دین اسلام دعوت نموده بود.

   زمانیکه او در سال  ۱۹۲۸م. امیر امان الله خان عازم اتحاد شوروي شده بود، عبدالغفور ترجمان کا لینین و امان الله خان بود. در پایان سال ۱۹۲۸به افغانستان عودت نمود ودروزارت دفاع اغاز به کار کرد.   در ۱۹۳۴در راس یک هیات افغانی عازم هندوستان شد.  هنګامیکه نادرشاه به سلطنت سید، عبدالغفور قوماندان ګرانیزونهای مزار و میمنه بود. درسال ۱۹۳۳م. به رتبهٔ ستر درستیز رسید. در ۱۹۴۰یاور ظاهر شاه شد. در ۱۹۵۷توسط صدراعظم مـحـمد داؤود قبل از اکمال سن تقاعد به تقاعد سوق گردید. باقیمانده عمر خود را وقف کشت وکار در زمینهای خود نمود. مقالی در مسایل تأریخي، دیني و سیاسي دارد. لقب سردار عالي و بعضی مډالها را بدست اورده بود. بعد از کودتای ثور وفات یافت. خانم عبدالغفور با سه پسر و سه دخترش به امریکا مهاجرو شدند.

مترجم دری:  پوهاند محمد بشیر دودیال

​د عبدالله زوی، په ۱۹۰۰ز کال کې د قطغن د اندراب په بنو کې زېـږېـدلی دئ. په خپل کلي کې د لومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته  کابل ته راغی او له حربي پوهنتون  څخه فارغ سو. خپل دنده ﺌـې د تورن په رتبې په وسله وال ځواک کې پیل کړه. په ۱۹۲۴ز کال کې ﺌـې د جگړن رتبې ته ارتقاء وکړه او هرات ته واستول سو. دی د افغانستان د وسله وال ځواک له لومړنیو افسرانو څخه وو چې په ۱۹۲۷ز کال کې شوروي اتحاد ته د لوړو پوځي زده کړو لپاره واستول سو. د مسکو د «فرونز» له پوځي اکاډیمۍ څخه د مډال په اخیستلو فارغ سو. د څو میاشتو لپاره د کیف زندان ته په دې تور واستول سو چې یو شمیر روسان ﺌـې مسلمانان کړي ول. 

کله چې په ۱۹۲۸ز کال کې امیر امان الله خان له شوروي اتحاد سره لیدنه کوله عبدالغفور د ولادیمیر ایلیچ لینین او امان الله خان تر منځ د لیدنې پر مهال ژباړن وو. د ۱۹۲۸ز کال په پای کې افغانستان ته راستون سو او ددفاع په وزارت کې ﺌـې خدمت  پیل کړ. په ۱۹۳۴ز کال کې هندوستان ته د یوﮤ افغان پلاوي په مشرۍ لاړ.  وروسته له دې چې نادرشاه د سلطنت پر تخت جلوس وکړ عبدالغفور د مزار او میمنې په گارنیزیونونو کې د بولندوی دنده تر سره کړه. په ۱۹۳۳ز کال کې ستر درستیز. په ۱۹۴۰ز کال کې د ظاهر شاه یاور.

 په ۱۹۵۷ز کال کې د صدراعظم مـحـمد داؤود له لوري له وخت مخکې تقاعد کولو ته اړ سو. خپل پاتې نور ژوند ﺌـې د خپلو ځمکو کرکیلې ته وقف کړ. د تأریخي، دیني او سیاسي مساﺌـلو په هکله ﺌـې بې شمـېـره مقالې ولیکلې. د سردار عالي لقب او نور مډالونه ﺌـې گټلي دي. د غوايي له کودتا وروسته وفات سو. د عبدالغفور مـېـرمن، له  خپلو درې زامنو او درې لوڼوسره د امریکا په متحده ایالاتو کې د مهاجرو په توگه ژوند کوي.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

عبدالغفور