Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​(د کاکړو له قبیلې څخه د مشهور فقیه حبیب الله کندهاري له اعقابو څخه چې امیر عبدالرحمن خان په ۱۸۸۰ز کال کې وواژﮤ) د عبدالحق آخوند زاده زوی، په ۱۹۱۰ز کال کې په کندهار کې زېـږېـدلی دئ. لومړنۍ زده کړې ﺌـې په کندهار کې تر سره کړې او شخصي تحصیلات ﺌـې کړي دي. په ۱۹۲۷ز کال کې د کندهار په لومړنۍ ښوونځي کې ښوونکی وو.
په ۱۹۲۸ز کال کې د طلوع افغان مرستیال رﺌـیس. په ۱۹۳۱ز کال کې ﺌـې محرر وو. په ۱۹۴۰ز کال کې د پـښـتو اکاډیمۍ رﺌـیس او د مطبوعاتو د ریاست مرستیال رﺌـیس. د معارف د وزارت سلاکار او په ۱۹۴۱ز کال کې د ادبیاتو د پوهنځي رﺌـیس. د پښتو د "لرغونو" شعرونو متنازع ټولگه «پټه خزانه» ﺌـې چاپ کړه چې اصالت ﺌـې په لویدیځ کې د ژب پوهانو له پلوه نـﮥ دئ تصدیق سوی. په ۱۹۴۶ز کال کې د کندهار د معارف د ریاست رﺌـیس. په ۱۹۴۷ز کال کې د چمن د سوداگرو وکیل/ استازی. په ۱۹۴۸ز کال کې په ولسي جرگې کې د کندهار استازی. د شاه محـمود د حکومت مخالف چې په ۱۹۵۱ز کال کې پاکستان ته لاړ او د "جمهوریت" د لومړنۍ میاشتـنې خپرونې بنسټ ﺌـې کښـېـښود. په ۱۹۶۱ز کال کې افغانستان ته راستون سو. د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي استاد، او د «تأریخ افغانستان بعد از اسلام» د تأریخي اثر په گډون د گڼ شمـېـر تأریخي آثارو مؤلف. په ۱۹۶۶ز کال کې د افغان تأریخي ټولنې/ انجمن تأریخ افغانستان رﺌـیس. په ۱۹۶۶ز کال کې ﺌـې د پوهاندۍ رتبې ته ارتقاء وکړه.  له ۱۹۷۳ تر ۱۹۷۸ز کال او  له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۴ز کال پورې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت سلاکار. د علومو اکاډیمۍ غړی. په ۱۹۸۰ز کال کې ﺌـې د پلار وطنې د جبهې/ جبهـﮥ ملي پدر وطن د غړیتوب وړاندیز رد کړ. وروستـنی چاپی اثر ﺌـې په ۱۹۸۴ز کال کې په کابل کې وو چې د امیر حبیب الله خان پر مهال په افغانستان کې د مشروطې د غورځنگ په هکله وو.  په ۱۹۸۴ز کال کې وفات سو.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آری

عبدالحی حبـیـبـي