نوع محتوا | بیوگرافی مختصر | تصویر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | د حاجي محـمد عمر غوثي زوی په ۱۹۲۶ز کال کې په لوگر کې زېـږېـدلی دئ. د حـبـيـبـیـې له لیسې څخه له فارغـېـدلو وروسته، عارف د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې شامل سو او په ۱۹۵۲ز کال کې د لیسانس په درجې فارغ سو. بیا د امریکا متحده ایالاتو ته لاړ او د «ایلي نویز» له پوهنتون څخه ﺌـې په کرنیز اقتصاد کې خپله ماستري تر لاسه کړه. په ۱۹۵۷ز کال کې په واشنگټن ډي سي. کې (د اقتصادي پرمختگ د انستیتیوت) فیلو یا همکار. له ۱۹۶۶ تر ۱۹۶۷ز پورې ﺌـې په فرانسې کې د یونسکو د فیلوشیپ په پروگرام کې گډون وکړ. له ۱۹۵۷ تر ۱۹۶۸ز کال پورې د کابل په پوهنتون کې لارښود/ یا راهنما او پوهنمل. له ۱۹۶۳ تر ۱۹۶۴ز کال پورې د معارف د وزارت د پلان جوړولو د دیپارتمنت مشر. له ۱۹۶۸ تر ۱۹۷۰ز کال پورې د معارف د وزارت دوهم مرستیال وزیر. له ۱۹۷۰ تر ۱۹۷۱ز کال پورې د پلان د وزارت مرستیال وزیر. له ۱۹۷۱ تر ۱۹۷۲ز کال پورې د سوداگریزو چارو د وزارت وزیر. د ۱۹۷۳د مارچ له میاشتې د ۱۹۷۳ تر سپتمبر پورې د پلان په وزارت کې د بشري ځواک سلاکار. د ۱۹۷۷ز کال له جنورۍ څخه د ۱۹۷۸ز کال د اپریل تر میاشتې پورې د کرنې د پرمختیا د بانک رﺌـیس. په یونسکو کې هندوستان، «لیسوتو» او سودان ته په نړۍ والې دندې تللی دئ. مورنۍ ژبه ﺌـې دري ده؛ په انگلیسي، فرانسوي، عربي او پـښـتو هم خبرې کوي. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| | عارف غوثی |