Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملترکارکرد هاترجمهٔ دریبیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستانمرور کوتاه بر زندگی آخرین پادشاه افغانستان

​محمد ظاهر شاه از سال   ۱۹۳۳م. تا سال ۱۹۷۲م. پادشاه افغانستان بود. مربوط قوم محـمدزی و یگانه فرزند اعلیحضرت نادر شاه بود که درجمله اولاد های شان زنده مانده بود.  در۱۵ اکتوبر سال ۱۹۱۴م. درکابل ( قریه ی غوچک دﮤ افغانانو / قریـﮥ چقورک - م) متولد و در سال ۱۹۲۰م.  شامل مکتب حبـیـبيه گردید که بعداً درسال ۱۹۲۲م. به لیسهٔ  استقلال رفت.

 در ۱۹۲۴م. با پدرس به فرانسه رفت و در آنجا شامل لیسهٔ (جانسن دی سیلي) شامل گردید، همچنان در لیسه (پاستور) و مکاتب دیگر فرانسه به آموزش مصروف شد.  در اکتوبرسال  ۱۹۳۰م. به  افغانستان عودت نمود. در سال ۱۹۳۱در کابل شامل مکتب افسران گردید و کورس یک ساله آنجا را به اتمام رسانید. در سال ۱۹۳۱م. با صبیهٔ  وزیر دربار احمد شاه ازدواج نمود. در سال ۱۹۳۲به حیث وزیر دفاع مقرر گردید. 

 در سپتمبر ۱۹۳۳م.   در جنب وظایف دیگر به حیث وزیر معارف نیز کار کرد. روز هشتم نوامبر سال ۱۹۳۳پدرش به قتل رسید و به حیث اعلان شد.  همه ساله روز ۱۵ اکتوبر به حیث روز تولد پادشاه تجلیل میگردد.  او لقب المتوکل علی الله را حاصل؛ همچنان  لقب  پیرو دین متین اسلام نیز به ایشان داده شده است. در پهلوی این دو لقب ، لقب «بندﮤ خدا» نیز اضافه شد.  او به زنان افغان اجازه رفع حجاب را داد. درسال۱۹۶۴م.  قانون اساسـې جدید را اعلان نمود که در آن  اعضای خانواده  سلطنتي از اخذ و انتصاب به مقامات حکومتی  محروم گردیدند. 

 اکثراً مصروف سفرها در داخل وخارج از کشور بودند.  نامها و دوره حیات اولادهای شان : شهزادگۍ بلقیس، ۱۹۳۲؛ محـمد اکبر ۱۸۳۳ تا ۱۹۴۱؛ احمد شاه ۱۹۳۴؛ مریم ۱۹۳۶؛ محـمد نادر ۱۹۴۱؛ شاه محـمود ۱۹۴۶؛ مـحـمد داؤود پښـتونیار ۱۹۴۹؛ و میرویس ۱۹۵۷. او به اثر کودتای افراد تحت رهبری محـمد داؤود یعنی نیرو های  جمهوري مجبور ګردید که از سلطنت دست بکشد. بعد در ایتالیا به زنده گی ادامه دادند.

مترجم دری:  پوهاند محمد بشیر دودیال

له ۱۹۳۳ تر ۱۹۷۳ز کال پورې د افغانستان پادشاه. محـمدزی. د اعلیحضرت نادر شاه یوازینی ژوندی پاتې سوی زوی. د ۱۹۱۴ز کال د اکتوبر د میاشتې په ۱۵ نـېـټې (د کابل د دﮤ افغانانو د غوچک په کلي / قریـﮥ چقورک - ژ) کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۲۰ز کال کې د حبـیـبيې په ښوونځي کې او په ۱۹۲۲ز کال کې د استقلال په ښوونځي کې شامل سو.

په ۱۹۲۴ز کال کې له خپل پلار سره فرانسې ته لاړ او هلته د (جانسن دی سیلي په لیسې) ، د (پاستور په لیسې) او نورو کې زده کړې وکړې.  د ۱۹۳۰ز کال د اکتوبر په میاشت کې افغانستان ته راستون سو. په ۱۹۳۱ز کال کې ﺌـې په کابل کې د افسرانو د ښوونځي په یو کلن کورس کې گډون وکړ. په ۱۹۳۱ز کال کې ﺌـې د دربار د وزیر د احمد شاه له لور سره وادﮤ وکړ. په ۱۹۳۲ز کال کې د دفاع د وزیر په توگه مقرر سو. 

د ۱۹۳۳ز کال د سپتمبر په میاشت کې د نورو دندو تر څنگ د معارف د وزیر په توگه مقرر سو. د ۱۹۳۳ز کال د نوامبر د میاشتې په اتمې نـېـټې د پلار له وژل کېـدلو وروسته سمدستي د پادشاه په توگه اعلان سو.  هر کال د اکتوبر ۱۵ نـېـټه د پادشاه د زوکړې د ورځې په توگه لمانځل کـېـږي.  دی د المتوکل علی الله لقب لري؛ همدا شان د پیرو ِ دین متین اسلام لقب هم لري. ددغو دوه وو القابو ترڅنگ د «بندﮤ خدا» لقب هم ورزیات سوی دئ.  دﮤ افغان ښځو ته د حجاب د رفع کولو اجازه ورکړه.

په ۱۹۶۴ز کال کې ﺌـې نوی اساسي قانون ﺌـې اعلان کړ چې په هغـﮥ کې ﺌـې د سلطنتي کورنۍ غړي د حکومتي مقاماتو له اخـېـستلو څخه محروم گرځول.  اکثراً په هـېـواد کې دننه او له هـېـواده دباندې سفرونه کول. د پادشاه اولادونه : شهزادگۍ بلقیس، ۱۹۳۲؛ محـمد اکبر ۱۸۳۳ تر ۱۹۴۱؛ احمد شاه ۱۹۳۴؛ مریم ۱۹۳۶؛ محـمد نادر ۱۹۴۱؛ شاه محـمود ۱۹۴۶؛ مـحـمد داؤود پښـتونیار ۱۹۴۹؛ او میرویس ۱۹۵۷. د محـمد داؤود په مشرۍ د جمهوري ځواکونو د کودتا له امله مجبور سو چې له سلطنت څخه گوښه سي. اوس له خپلې کورنۍ سره په ایتالیا کې ژوند کوي.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

ظاهرشاه