Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​غلام یحیی طرزي مـحـمـد زی دئ. د ناﺌـب حبیب الله طرزي زوی او د محـمـود طرزي ورارﮤ په ۱۸۹۸ز کال کې زېـږېـدلی دئ. د باندنیو چار په وزارت کې مقرر سو او د تورکستان – شوروي اتحاد د څانگې مسؤول وگومارل سو. له ۱۹۲۳ تر ۱۹۲۶ز کال پورې په برلین کې د افغان دیپلوماتیک استازیتوب سکرتر. د ۱۹۲۶ز کال کې د جون په میاشت کې د باندنیو چارو د وزارت د پاسپورت او ویزې د څانگې مرستیال سکرتر وگومارل سو. د ۱۹۲۶ز کال د نوامبر په میاشت کې د باندنیو چارو د وزارت د تورکستان – شوروي اتحاد څانگې ته تبدیل سو. د ۱۹۲۷ز کال کې د فبرورۍ په میاشت کې ﺌـې د ستور لومړی درجه مډال تر لاسه کړ.

له ۱۹۲۷ تر ۱۹۲۸ز کال پورې اروپا ته د امان الله خان د سفر ملگری وو. په ۱۹۲۸ز کال کې د سیاسي چارو عمومي مدیر وو. د سقاو د زوی کسانو ورسره په شدت او خښم چلند وکړ خو ورسره سره بیاهم د ۱۹۲۹ زکال د جنورۍ تر میاشتې پورې د باندنیو چارو په وزارت کې پاتې سو. د باندنیو چارو د وزارت د سیاسي مدیریت مرستیال سکرتر. د وزارت د لومړي مرستیال وزیر منصب ته ﺌـې ارتقاء وکړه. په ۱۹۳۰ز کال کې د افغانستان د باندنیو چارو په دفتر کې. په ۱۹۳۱ز کال کې ﺌـې له فارس سره د هلمند د اوبو د شخړې پر سر له چخانسور څخه لیدنه وکړه.

 د ۱۹۳۳ز کال په مني کې ﺌـې د باندنیو چارو د سرپرست وزیر دنده تر سره کړه. د ۱۹۳۵ز کال د فبرورۍ په میاشت کې د عامې روغتیا د ریاست د رﺌـیس په توگه مقرر سو. او په جون کې ﺌـې د وزیر تر مقامه ارتقاء وکړه. په ۱۹۳۹ز کال کې د پوست او تیلیگراف وزیر. له ۱۹۴۱ تر ۱۹۴۵ز کال پورې د روغتیا وزیر. په ۱۹۴۸ز کال کې عراق ته افغان مختار سفیر. په ۱۹۵۲ز کال کې د مالیې وزیر. له ۱۹۵۴ تر ۱۹۵۷ز کال پورې په مسکو کې د افغان سفارت سفیر. له ۱۹۵۷ تر ۱۹۶۰ز کال پورې په پاریس کې د افغان سفارت سفیر. له ۱۹۶۰ تر ۱۹۶۴ز کال پورې په پراگ کې د افغان سفارت سفیر.

لیکوال: لودویگ آدمک

ژباړونکي: رحمت آریا

طرزی یحیی