Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملترکارکرد هاترجمهٔ دریبیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستانعلامه محمود طرزی و افکار او

اهم نظریات "دوکتورین "علامه طرزی:  شرح نکات زیر را در بخش معلومات بیشتر این صفحه مطالعه فرمائید.
1 ـ  درک روحیۀ واقعی اسلام:
2 ـ  تجدد گرائی و وطن دوستی:
3 ـ  اسلام و علوم جدیده:
4 ـ  شناخت جامعه، استفاده از ساینس و تکنالوژی و انکشاف صنایع:
5 ـ «زنان نیم پیکرۀ مردان درجامعه هستند»:  
6 ـ مبارزه با خرافات و نقش تعلیم و تربیه:
7ـ پان اسلامیزم و ناسیونالیزم

فرزند کوچک غلام مـحـمد طرزي (که در ۱۸۸۵م.  به عثمانیه ته تبعید شده) است که در ۱۸۶۵م. در غزني  (هنګامیکه مادرش از کابل به سمت قندهار درراه سفر بود) به دنیا آمد. محـمود طرزي ۱۷ بود که باپدرش به کراچۍ و بغداد رفت بعداً با پدرش به استانبول سفرنمود؛ در استانبول از ایشان استقبال شایان شد وغرض بودوباش به دمشق فرستاده شد. محـمود طرزي تحت نظر پدرش آموزش دید. با صبیه والی دمشق شیخ مـحـمـد صالح ، اسماء رسمیه عروسی نمود. در ۱۹۰۴م. دوباره به کال عودت کرد. اضافه تر از ۳۰ جلد کتاب نوشت ؛ یکی از آنها به زبان  ترکي است. این کتاب درمورد جنګ روس – جاپان است که محـمود طرزی آن را به دری نیز درسال ۱۹۰۷ ترجمه نمود  از ۱۹۱۱ تا ۱۹۱۸ةږ محرر جریده ی سراج الاخبار بود. در سال ۱۹۱۹م. وزیر خارجه ی  افغانستان شد. در ۱۹۲۰م. در کنفرانس میسوري رئیس هیېت افغان بود. در ۱۹۲۱درکنفرانس کابل رئیس هیېت  افغان بود.

در ۱۹۲۲در پاریس اولین سفیر مختار افغانی بود. در ۱۹۲۴به کابل بازګشت و بحیث  وزیر خارجه مقرر شد . درجنوری سال ۱۹۲۷نظر به معاذیر صحی عازم اروپا شد. قبل از انکه اعلیحضرت امان الله خان در ۱۹۲۸ کابل را ترک کند، او به کابل آمد و در جنوری سال ۱۹۲۹بااو یکجا عازم  قندهار شد و در فبروری ۱۹۲۹اول به هرات وبعد عازم فارس شد. بعد به تورکیه رفت و در نوامبر سال ۱۹۳۳بتاریخ۲۳ نوامبر در تورکیه وفات یافت. مـحـمود طرزي یک وطنخواه مشهور ومترقی افغانستان بود اورا لقب پدر ژورنالیزم داده اند. محـمود طرزي تأریخ معاصر  افغانستان یک نام  مهم و شخصیت بزرګ است که در راه استقلال  افغانستان انرژی و توانای اش را قربانې کرد.

مترجم دری:  پوهاند محمد بشیر دودیال

​محـمـود طرزي د غلام مـحـمد طرزي (چې په ۱۸۸۵ز کال عثمانیې ته تبعید سوی وو) کشری زوی په ۱۸۶۵ز کال کې په غزني کې (کله چې مور ﺌـې له کابله د کندهار پر لور په سفر روانه وه) وزېـږېـد. محـمود طرزي ۱۷ کلن وو چې کراچۍ او بغداد ته له خپل پلار سره لاړ. ورپسې له خپل پلار سره استانبول ته لاړ؛ په استانبول کې ورته په ورین تندي ښـﮥ راغلاست وویل سول او د استوگنې لپاره دمشق ته واستول سول. محـمود طرزي د خپل پلار تر نظر لاندې زده کړې وکړې.

 د دمشق د شیخ مـحـمـد صالح له لور اسماء رسمیې سره ﺌـې وادﮤ وکړ. په ۱۹۰۴ز کال کې کابل ته راستون سو. څه دپاسه ۳۰ کتابونه ﺌـې ولیکل؛ یو له دغو کتابونو څخه په تورکي ژبې لیکل سوی د روس – جاپان د جگړې کتاب وو چې محـمود طرزی له تورکي څخه دري ته په ۱۹۰۷ز کال کې وژباړﮤ. له ۱۹۱۱ تر ۱۹۱۸ز کال پورې د سراج الاخبار محرر. په ۱۹۱۹ز کال کې د افغانستان د باندنیو چارو وزیر. په ۱۹۲۰ز کال کې د میسوري په کنفرانس کې د افغان پلاوي مشر. په ۱۹۲۱ز کال کې د کابل کنفراس لپاره د افغان پلاوي مشر. په ۱۹۲۲ز کال کې پاریس کې لومړنی افغان مختار سفیر. په ۱۹۲۴ز کال کې کابل ته راستون سو او د باندنیو چارو د وزیر په توگه مقرر سو. د ۱۹۲۷ز کال کې جنورۍ په میاشت کې د روغتیايي معاذیرو له کبله اروپا ته د درملنې لپاره لاړ. مخکې له دې چې اعلیحضرت امان الله خان په ۱۹۲۸ز کال کې له کابله ووځي دی کابل ته راغی او د ۱۹۲۹ز کال د جنورۍ په میاشت کې ورسره یو ځای کندهار ته لاړ او د ۱۹۲۹ز کال د فبرورۍ په میاشت کې هرات او فارس ته لاړ. بیا تورکیې ته لاړ او د ۱۹۳۳ز کال د نوامبر د میاشتې په ۲۳ نـېـټې په تورکیې کې وفات سو. مـحـمود طرزي یو شهیر نشنلیست او د افغانستان د ژورنالیزم پلار وو. محـمود طرزي د افغانستان د معاصر تأریخ یو له ډېـرو مهمو شخصیتونو څخه دئ چې د افغانستان د استقلال په لاره کې ﺌـې خپله ټوله وړتیا او انرژي قربانې کړه.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

طرزی محمود