Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​حبیب الله طرزي مـحـمـدزی دئ. د مـحـمـد زمان زوی او د محـمود طرزي ورارﮤ دئ او په ۱۸۹۹ز کال کې زېـږېـدلی دئ. له ۱۹۲۲ تر ۱۹۲۳ز کال پورې د باندنیو چارو په وزارت کې د ایندو – اروپا په څانگې کې کشر مرستیال سکرتر. کله چې محمود طرزي په پاریس کې سفیر مختار وو دی ورسره پاریس ته د سکرتر په توگه لاړ. کله چې بـېـرته کابل ته راستون سو د باندنیو چارو د وزارت د ایندو – اروپا د څانگې د مسؤول مدیر په توگه مقرر سو.د ۱۹۲۸ز کال د نوامبر په میاشت کې پاریس کې د افغان مختار سفیر په توگه وگومارل سو.

د ۱۹۲۹ز کال د دسمبر په میاشت کې ﺌـې ځای احمد علي جان ونیوﮤ او دی کابل ته راستون سو. د ۱۹۳۱ز کال د مې په میاشت کې د باندنیو چارو د وزارت دریم سکرتر مقرر سو. د ۱۹۳۲ز کال د جون په میاشت کې د «دوخالیم د سرحدي تحدید د کمیسیون» د مشر پلاوي په توگه وټاکل سو. د ۱۹۳۲ز کال د اکتوبر په میاشت کې د فارس له سرحدي کمیسیون سره او د هلمند د اوبو پر سر د شخړې د هوارۍ د کمیسیون د مشر پلاوي په توگه مقرر سو.

 په ۱۹۳۲ز کال کې د باندنیو چارو د وزارت دریم مرستیال وزیر. د ۱۹۳۳ز کال د جون په میاشت کې ﺌـې د فارس د سرحد په اړوند خپل د سروې کار بشپړ کړ او کابل ته راستون سو. له ۱۹۳۳ تر ۱۹۳۹ز کال پورې په توکیو کې د افغان سفارت مختار سفیر مقرر سو. په ۱۹۳۹ز کال کې د باندنیو چارو د وزارت مرستیال وزیر. په ۱۹۴۶ز کال کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر.  له ۱۹۴۷ تر ۱۹۵۰ز کال پورې د چین سفیر. په ۱۹۵۳ز کال کې متقاعد سو.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

طرزی حبیب الله