Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​میر محـمد صدیق فرهنگ (د سید قاسم رشتیا د ناسکه ورور) سید حبیب زوی په ۱۹۱۵ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. د استقلال په لیسې کې ﺌـې زده کړې کړي دي. د ملي بانک کارمند. په ۱۹۴۹ز کال کې د ښاري شوری غړی او د کابل ښاروالې مرستیال. له ۱۹۵۱ تر ۱۹۵۲ز کال پورې د «وطن» د خپرونې محرر. (په ۱۹۳۳ز کال کې محـمدهاشم او له ۱۹۵۲ تر ۱۹۵۶ز کال پورې شاه محـمود غازي، زنداني کړ.) په ۱۹۵۶ز کال کې د کانونو او صنایعو د وزارت سلاکار. په ۱۹۶۳ز کال کې د کانونو د څانگې رﺌـیس. له ۱۹۶۴ تر ۱۹۶۵ز کال پورې د پلان د وزارت مرستیال وزیر. د اساسي قانون د تسوید د کمیټې غړی. په ۱۹۶۴ز کال کې د لویې جرگې غړی. د کابل له څلورمې ناحیې څخه د ولسي جرگې غړی، او په ۱۹۶۵ز کال کې د قانون جوړولو د کمیټې رﺌـیس. له ۱۹۷۲ تر ۱۹۷۳ز کال پورې د بلگراد سفیر. د ۱۹۸۰ز کال د فبرورۍ د میاشتې له ۳ نـېـټې وروسته د صدراعظم سلاکار. د ۱۹۸۱ز کال د جنورۍ په میاشت کې له افغانستانه ووت. د تأریخ او سیاست په هکله ﺌـې خپل آثار ولیکل او د برتانیکا په انسایکلوپیدیا او پوهنتونونو کې ﺌـې د خپلو مقالاتو له لارې ونډه واخیسته. مورنۍ ژبه ﺌـې دري ده او په پښـتو، انگلیسي او فرانسوي هم خبرې کوي. وادﮤ ﺌـې کړی دئ او درې زامن او یوه لور لري. د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

صدیق فرهنگ