Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​شهزادگۍ بلقیس د پخواني پادشاه محـمد ظاهر شاه مشره لور په ۱۹۳۲ز کال کې زېـږېـدلې ده. په فرانسه کې ﺌـې تحصیلات تر سره کړي دي. د «انجمن رضاکاران نسوان» افتخاري رﺌـیسه. د ایران د مرحوم شاه په بلنه ﺌـې له خپل خاوند سره یو ځای د اعلیحضرت ظاهر شاه په استازیتوب د فارسي سترواکۍ په ۲۵۰۰ کلیزې کې گډون وکړ. د سنت جمیز په دربار کې له خپل پلار ظاهر شاه سره د سلطنـتي کتـنې پرمهال د سفر ملگرې وه. له ۱۹۷۳ز کال راوروسته په روم کې ژوند کوي. (د مارشال شاه ولي د زوی) جنرال عبدالولي مـېـرمن او درې لوڼې لري: مینه، واڼه او حمیرا.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

شهزاده بلقیس