Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​ډاکټر محـمـد حسن شرق په ۱۹۲۵ز کال کې په فراه کې زېـږېـدلی دئ. حربي ښوونځي ته او بیا د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته تللی دئ. په څو روغتونونو کې د طب ډاکټر. د برېـښـنا د یوې کمپنۍ لپاره د صحي بیمې مدیر.

د ۱۹۴۸ او ۱۹۵۹ز کلونو تر منځ ﺌـې د کابل پوهنتو د محصلینو د خوځښت په منځ کې د محـمـد داؤود ملاتړ کاوﮤ. له ۱۹۵۳ تر ۱۹۶۳ز کال پورې د صدارت عظمی د سکرتریت مشر. له ۱۹۶۳ تر ۱۹۷۳ز کال پورې ﺌـې د طب په ډگر کې کار وکړ. په ۱۹۷۳ز کال کې لومړی مرستیال صدر اعظم. د ولسمشر داؤود د مرکزي کمـېـټې غړی. له ۱۹۷۷ تر ۱۹۷۸ز کال پورې د جاپان سفیر. د ۱۹۸۰ز کال د مې په میاشت کې د هندوستان سفیر. وادﮤ ﺌـې کړی دئ.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

شرق شرف الدین