نوع محتوا | ترجمهٔ دری | بیوگرافی مختصر | تصویر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | شاه محـمود خان به نامها و القاب غازي، جنگیالي و سپه سالار شهرت داشت.
سردار و محـمد زی بود. پسر کوچک محـمد یوسف و کاکای شاه سابق، اعلیحضرت
محـمد ظاهر شاه بود. درسال ۱۹۱۷م. به رتبه ی «سر – اوس» بحیث جنرال تقرر
یافت. درسال ۱۹۱۹م. قوماندان عساکرجبهه ی پیوار بود. مورد توجه اعلیحضرت
امان الله خان بود، بخاطریکه هیچګاه شکست نخورده بود. در دسمبر سال
۱۹۱۹م. کال د رسمت ِ جنوبي (پکتیا) بحیث والی ملکي ومسئول نظامی ایفای
وظیفه نموده است. در فبروری سال ۱۹۲۰در خوست به ظیفه ګماشته شد.
دردسمبرسال ۱۹۲۰م. از ګردیز به سمت کابل حرکت کرد و در اکتوبرسال ۱۹۲۱م.
همراه با خانواده اش به کابل رسـېـد. از سال ۱۹۲۲ تا ۱۹۲۵قوماندان عمومی در
بدخشان و قطغن بود. د ر اپریل۱۹۲۶م. بحیث والی ولایت مشرقي ګماشته شد. در
اپریل سال ۱۹۲۶م. با قوم اپریدی ها وارد مذاکره شد و همان تعهد را تجدید
نمود که برادرش جنرال نادر خان باایشان بسته بود. او به حول و نواحی جلال
آباد سفر نمود ودر جولای ۱۹۲۶م. در منطقه ی «مورغه» [ ] با اپریدیها جرګه و
مرکه نمود. درنوامبر سال ۱۹۲۶م. به این هدف به کابل وارد شد تا با
اعلیحضرت امان الله خان درمورد اغتشاشات مردم مهمند صحبت نماید. در ماه
جنوری سال ۱۹۲۷م. در جلال آباد با مردم مهمند مذاکراتی را انجام داد.
درفبروری سال ۱۹۲۸م. از جلال آباد به کابل تبدیل شد. در مارچ ۱۹۲۸بحیث معین
وزارت داخله مقرر ګردید. تا فبروری سال ۱۹۲۹ در کابل بود. از طرف بچه ی
سقاو موظف ګردید تا با اقوام مردم ولایات مشرقي و جنوبي بحیث نماینده او
سفرنماید. در مارچ ۱۹۲۹هنګامیکه جنرال نادر خان به کابل رسید، با او
پیوست. با نادر خان برضد بچه سقاو با کمپاین نادرخان کمک کرد. نادر
شاه او را در ماه نوامبرسال ۱۹۲۹حیث وزیر جنگ / دفاع مقرر نمود. درسال
۱۹۳۱م.درماه جنورۍ به سمت ولایات شمال رفت، زیرا بحیث رﺌـیس تنظیمیه آن
ولایات مقرر ګردیده بود. امو موفق ګردید که که ابراهیم بیگ ا ازسرحدات
اتحاد شوروي عبور دهد و این منطقه را به اندازه کافي آرام ساخت و بعد
دوباره در اګست ۱۹۳۱به کابل عودت نمود. دردسمبر سال ۱۹۳۱نشان لمر ِ اعلی
منظور و بحیث عضو مجلس اعیان مقرر ګردید. در ۱۹۳۲در جرمني بود. وقتی نادر
شاه کشته شد در کابل بود. او پیشنهاد کرد که اعلیحضرت ظاهر شاه حیث پادشاه
اعلان ګردد و خود برایش بیعت نمود. وزیر جنگ و به رتبه ستردرستیز مقرر
ګردید. در مارچ ۱۹۳۶معالجات طبي به اروپا ته رفت و در برلین عملیات موفقانه
انجام داد. او ازانگلستان، فرانسه، ایټالیا، جرمني، روسیه، ترکیه و ایران
بازدید نمود. دردسمبر ۱۹۳۶به کابل عودت نمود. از ۱۹۴۶ ته ۱۹۵۳ صدر اعظم
کشور بود. از ۱۹۵۰ تا ۱۹۵۱در ایالات متحده امریکا بود. حکومت او
طرفدار داعیه ی «پښتونستان» وبرای مردم سرحد تقاضای خود ارادیت وکمپاین را
شروع نمود. او در وادی هلمند همکاری امریکا را قبول نمود. ازادی بیان را در
مطبوعات اجازه داد در زمان اوپوهنتون کابل ومحصلان و پارلمان یا ولسي جرگه
به یک قدرت سیاسي مبدل شد. در آن زمان مجبور به اقدامات آتوکراتیک و رجعت
ګردید که آزادی سیاسي یا لیبرالیزم باعث آن ګردید که دولت مورد انتقادات
قرار ګیرد. درسال۱۹۵۳ استعفی نمود وجایش را سردار محـمد داؤود ګرفت. او با
صبیه خانم نورستالی امیر امان الله خان قمرالبنات، صفورا، عروسی نمود.
پسرانش : ځلمی محـمود غازي، طی ۱۹۷۱سفیردر لندن و پاریس ، در ۱۹۷۳سفیر در
تهران. سلطان محـمود غازي در ۱۹۷۱رئیس هوايي ملکي و توریزم. برای معرفی
سایر اولاد هایش جدول شماره ۲۸ دیده شود. دردسمبر ۱۹۵۹ وفات یافت. مترجم دری: پوهاند محمد بشیر دودیال
| شاه محـمود خان د غازي، جنگیالي او همدا شان د سپه سالار په لقب شهرت لري. سردار او محـمد زی دئ. د محـمد یوسف کشری زوی او د پخواني پادشاه اعلیحضرت محـمد ظاهر شاه اکا دئ. په ۱۹۱۷ز کال کې د «سر – اوس» په رتبې د جنرال په توگه مقرر سو. په ۱۹۱۹ز کال کې ﺌـې د پیوار د جبهې د سرتیرو بولندويي وکړه. د اعلیحضرت امان الله خان ځکه زښت ډېر خوښ وو چې هـېـڅکله ﺌـې ماتې نـﮥ وه خوړلې. د ۱۹۱۹ز کال د سپتمبر په میاشت کې د «سمت ِ جنوبي» (پکتیا) د ملکي او پوځي والي په توگه مقرر سو. د ۱۹۲۰ز کال د فبرورۍ په میاشت کې په خوست کې وو. د ۱۹۲۰ز کال د ډسمبر په میاشت کې کابل ته له گردیز څخه راورسـېـد. د ۱۹۲۱ز کال د اکتوبر په میاشت کې کابل ته راورسـېـد چې خپله کورنۍ ورسره مل وه. له ۱۹۲۲ تر ۱۹۲۵ز کال پورې د بدخشان او قطغن عمومي قوماندان. د ۱۹۲۶ز کال د اپریل په میاشت کې د مشرقي ولایت د والي په توگه مقرر سو. د ۱۹۲۶ز کال د اپریل په میاشت کې ﺌـې له اپریدیو سره مرکه وکړه او له افریدیو سره ﺌـې هماغه ژمنه وکړه چې ددﮤ ورور جنرال نادر خان ورکړې وه. د جلال آباد گردچاپيره ﺌـې سفر وکړ د ۱۹۲۶ز کال د جولای په میاشت کې ﺌـې په «مورغه» کې له اپریدیو سره مرکه وکړه. د ۱۹۲۶ز کال د نوامبر په میاشت کې ﺌـې له کابل څخه په دې موخې لیدنه وکړه چې له اعلیحضرت امان الله خان سره د مهمندو د اله گولې په اړه خبرې وکړي. د ۱۹۲۷ز کال د جنورۍ په میاشت کې ﺌـې په جلال آباد کې له مهمندو سره مرکه وکړه. د ۱۹۲۸ز کال د فبرورۍ په میاشت کې له جلال آباد څخه کابل ته تبدیل سو. د ۱۹۲۸ز کال د مارچ په میاشت کې د کورنیو چارو د وزارت د مرستیال وزیر په توگه مقرر سو. د ۱۹۲۹ز کال د فبرورۍ په میاشت کې په کابل کې وو. د سقاو د زوی د زوی له پلوه وگومارل سو چې د مشرقي او جنوبي ولایتونو د قومونو لپاره دې د هغـﮥ د لـېـږل سوي استازي په توگه لاړ سي. د ۱۹۲۹ز کال د مارچ په میاشت کې کابل ته د جنرال نادر خان په رارسـېـدو سره، دی ورسره یو ځای سو. له نادر خان سره ﺌـې د سقاو د زوی پر ضد د هغـﮥ په کمپاین کې مرسته وکړه. نادر شاه د ۱۹۲۹ز کال د نوامبر په میاشت کې د جنگ / ددفاع د وزیر په توگه مقرر کړ. له نادر خان سره ﺌـې د سقاو د زوی پر ضد د هغـﮥ په کمپاین کې مرسته وکړه. د ۱۹۳۱ز کال جنورۍ په میاشت کې د افغانستان د شمال د ولایتونو پر لور لاړ ځکه چې دی د افغانستان د شمال لپاره د رﺌـیس تنظیمیه په توگه مقرر سوی وو. دی په دې بریالی سو چې ابراهیم بیگ د شوروي اتحاد له سرحد څخه راتـېـر کړي او دا سیمه ﺌـې دومره په کافي اندازه آرامه کړه چې دی په دې وتوانید چې د ۱۹۳۱ز کال د آگست په میاشت کې کابل ته راستون سي. د ۱۹۳۱ز کال د سپتمبر په میاشت کې ورته د لمر ِ اعلی مډال ورکړل سو او د مجلس ِ اعیان د غړي په توگه مقرر سو. په ۱۹۳۲ز کال کې په جرمني کې وو. کله چې نادر شاه وژل کـېـدﮤ دی په کابل کې وو. دﮤ وړاندیز وکړ چې اعلیحضرت ظاهر شاه دې د پادشاه په توگه اعلان سي او هغـﮥ ته ﺌـې د بعیت سوگند وکړ. دی د جنگ د وزیر او ستردرستیز په توگه مقرر سو. د ۱۹۳۶ز کال د مارچ په میاشت کې د طبي درملنې لپاره اروپا ته لاړ او په برلین کې ﺌـې یو بریالی عملیات تر سره سو. له انگلستان، فرانسې، ایټالیې، جرمني، روسیې، تورکیې او ایران څخه ﺌـې لیدنه وکړوه. د ۱۹۳۶ز کال د ډسمبر په میاشت کې کابل ته راستون سو. له ۱۹۴۶ تر ۱۹۵۳ز کال پورې صدر اعظم وو. له ۱۹۵۰ تر ۱۹۵۱ز کال پورې د امریکا په متحده ایالاتو کې وو. ددﮤ حکومت د «پښتونستان» په پلوۍ او د سرحد د پښتنو لپاره ﺌـې د خود ارادیت کمپاین پـېـل کړ. د هلمند په درې کې ﺌـې د امریکا همکاري ومنله. په مطبوعاتو کې ﺌـې د بیان پریمانې آزادۍ ته اجازه ورکړه. د کابل پوهنتون محصلین او پارلمان یا ولسي جرگه په سیاسي ځواکونو بدل سول. دی هغه مهال د لا نورو آتوکراتیکو اقداماتو رجعت ته اړ ایستل سو کله چې سیاسي لیبرالیزم یا آزادي ددې لامل سوه چې په دولت باندې بریدونه مخ په ډېـرېدو سول. په ۱۹۵۳ز کال کې ﺌـې استعفی ورکړه او ځای ﺌـې سردار محـمد داؤود خان ونیوﮤ. د امیر امان الله خان د نورستانۍ مـېـرمنې له لور قمرالبنات، صفورا، سره وادﮤ کړی وو. زامن ﺌـې : ځلمی محـمود غازي، په ۱۹۷۱ز کال کې په لندن او پاریس کې سفیر، او په ۱۹۷۳ز کال کې په تهران کې سفیر. سلطان محـمود غازي په ۱۹۷۱ز کال کې د هوايي ملکي او توریزم رﺌـیس. د نورو زامنو او لور گانو لپاره اته ویشتم جدول وگورئ. د ۱۹۵۹ز کال د ډسمبر په میاشت کې وفات سو. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| | شاه محـمود خان |