Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
مختصات افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملتربیوگرافی مختصرتصویراسم یا کلمه
محققین و مؤلفینسيد شمس الدين مجروح د سیاست او ادب ځلیدلی ستوری

​ارواښاد سيد شمس الدين مجروح، د کونړ د شیګل ولسوالۍ په شین کوړک کې د ساداتو د درنې کورنۍ د مشر پاچا صیب ځوئ دی. سید مجروح په ۱۲۸۹هجري لمریز (۱۳۲۹قمري) کال کې زیږیدلی او پلار یې (سید حضرت شاه) د لغمان له ولایت څخه کونړ ته راغلی او د تيرگړو په پاچا صیب باندی مشهور وو. نوموړی د هډې صیب (نجم الدین اخند زاده) د صوفي طریقت پیرو او یو زاهد انسان وو. هغه مهال چې نورستان لا کافرستان بلل کیده، د سید کورنۍ د دغې نارامې سیمې په ارامولو او دیني دعوت او تبلیغ کې عمده رول درلود. له همدی امله، امیر عبد الرحمن خان،‌ امیر حبیب الله خان، غازي امان الله خان او اعلیحضرت ظاهر شاه دغې اغیزمنې کورنۍ ته پاملرنه درلوده او په شاهي دربارونو کې دوئ ته په درنه سترګه کتل کیدل.

سيد شمس الدين مجروح