Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
مختصات افغانستان
نوع محتواتخصصمعلومات مکملتربیوگرافی مختصرتصویراسم یا کلمه
شعراء، هنرمندان و خدمتگارانشاعر، نویسنده، سیاستمدارسلیمان لایق شاعر در سطح بلند

غلام‌ مجدد فرزند عبدالغنی‌ خان، در سال ۱٣٠۹ شمسی، در منطقۀ ښرنی از توابع شهر كتواز ولایت پكتيكا، در يک خانوادۀ روحانی زاده شد. «مجدد» لقب يکی از مرشدين طريقۀ نقشبنديه شيخ احمد سرهندی بود و چون پدرش به خانوادۀ مجددی اخلاص و ارادت داشت، نام فرزند خود را «غلام‌ مجدد» (غلام همان خانواده) ناميد.

لایق هنوز بیش از پنج سال نداشت که با پدرش به کابل آمد و در سال ۱٣۱۹، از صنف دوم، در مکتب حبیبیه، به فراگیری آموزش ابتدایی پرداخت. در سال ۱٣٢٦ وارد مدرسه علوم شرعیه پغمان شد و آن را در سال ۱٣٣۱ به پایان رساند. تحصیلات عالی را از سال ۱٣٣٢ در پوهنځی شرعیات پوهنتون کابل آغاز کرد؛ هر چند در همان‌ سال به‌ سبب شرکت در تظاهرات ضد دولتی، از تحصیل باز ماند. ولی در سال ۱٣٣٣ با حمایت میر نجم‌الدین انصاری و برادرش میر امان‌ الدین انصاری تحصیلات خود را دوباره از آغاز در پوهنځی ادبیات پی گرفت و در سال ۱٣٣٦ در رشتۀ فلسفه لیسانس دریافت کرد.

سلیمان لایق
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملتربیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستانمعرفی «سلیمان لایق» در قاموس کبیر افغانستان

د سلیمان خیلو له قبیلې څخه د مولوي عبدالغني زوی د ۱۹۳۰ز کال د اکتوبر د میاشتې په ۷ نـېـټې زېـږېـدلی دئ. پلار ﺌـې د شیخ احمد سرهندي لاسنیوی/ د طریقت پيروي، کړی وو چې د مجدد په نوم یادېـدﮤ یعنی د دوهمې زریزې تجدید کوونکی (او په ۱۹۲۳ز کال کې د گوډ ملا ملاتړی) نو ځکه ﺌـې ددﮤ نوم لایق غلام مجدد کښـېـښود. په ۱۹۷۴ز کال کې ﺌـې په مجددیانو باندې خپل اعتقاد له لاسه ورکړ او خپل نوم ﺌـې سلیمان ته بدل کړ، دا هغه نوم وو چې مور ﺌـې غوښتل او د (لایق) لاحقه ﺌـې د خپل پلرني پـښـت د سلسلې له اووم نسل راپه دېخوا رااخیستې ده.

مخکې له دې چې ښوونځي ته لاړ سي په جومات کې ﺌـې زده کړې وکړې او  هلته ﺌـې ددري ژبې منظوم کتابونه او ابتدايي عربي ولوستله. په ۱۹۴۱ز کال کې د حـبـيـبـیـې د ښوونځي په دوهم ټولگي کې شامل سو. په ۱۹۴۷ز کال کې د پغمان د اسلامي شریعت د مدرسې په ثانوي برخه کې شامل سو او په ۱۹۵۲ز کال کې ورڅخه فارغ سو. په ۱۹۵۲ز کال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي کې شامل سو خو په ۱۹۵۴ز کال کې له دولت سره د مخالفت په کړس کې له پوهنتون څخه وشړل سو.  په ۱۹۵۴ز کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي کې شامل سو او په ۱۹۵۷ز کال کې له نوموړي پوهنځي څخه فارغ سو. په ۱۹۵۸ز کال کې ﺌـې د هـېـواد په ورځپاڼې کې کار وکړ او په همدې کال کې ﺌـې د پـښـتو په اشعارو کې خپله لومړنۍ جایزه تر لاسه کړه. له ۱۹۵۹ تر ۱۹۶۵ز کال پورې ﺌـې په راډیو افغانستان کې کار وکړ. له ۱۹۶۵ تر ۱۹۶۷ز کال پورې ﺌـې د اطلاعاتو په وزارت کې کار وکړ.  په ۱۹۶۸ز کال کې د پرچم د جریدې سرمحرر سو. په ۱۹۶۵ او ۱۹۶۷ز کلونو کې د ولسي جرگې د دولسمې او دیارلسمې دورې لپاره د بغلان ولایت د پلخمري له ښار څخه د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د استازي په توگه ولسي جرگې ته کاندید سو خو ناکامه سو. لایق لا د پغمان د [ابو حنیفه – ژ] د اسلامي شریعت د مدرسې په اتم ټولگي کې وو چې د لومړي ځل لپاره په سیاسي فعالیتونو کې ښکـېـل سو خو په ۱۹۵۲ز کال کې مؤقتاً وشړل سو بیا په ۱۹۵۳ز کال کې وشړل سو. په ۱۹۶۴ز کال کې ﺌـې د افغانستان د خلق ډیموکراټیک گوند په ۲۷ کسیزې بنسټ ایښودونکې غونډې کې گډون وکړ؛ دا غونډه د افغانستان د پخواني ولسمشر نور مـحـمد تره کي په کور کې جوړه سوې وه. له همدې کبله ده چې لایق ددې گوند یو له بنسټ ايښودونکو څخه دئ. په ۱۹۶۶ز کال کې لایق د خلق د ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې علی البدل غړی سو. د غوايي له پاڅون وروسته نوموړی د راډیو او تلویزیون وزیر سو. د ۱۹۷۸ز کال د دسمبر په میاشت کې اړ ایستل سو چې په گوند او حکومت کې له خپلو مقامونو څخه استعفی وکړي. د ۱۹۷۹ز کال د فبرورۍ په میاشت کې ونیول سو او زندان ته واچول سو او د ۱۹۷۹ز کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۳ نـېـټې د حفیظ الله امین له پلوه له مرکزي کمـېـټې څخه اخراج سو. د ببرک کارمل د حکومت له نصب کــېـدلو وروسته د ۱۹۸۰ز کال د اپریل د میاشتې په ۱۳ نــېـټې د علومو د اکاډیمۍ د رﺌـیس په توگه وگومارل سو. په ۱۹۸۱ز کال کې د باندنیو چارو وزیر. د مرکزي کمـېـټې علی البدل غړی. د انقلابي شوری غړی او د مرکزي کـمـېـټې غړی. د جبهـﮥ ملي پدروطن مرستیال رﺌـیس. د ۱۹۸۵ز کال د نوامبر په میاشت کې د سیاسي بیرو علی البدل غړی. د ۱۹۸۶ز کال د جولای په میاشت کې د سیاسي بیرو غړی سو. لایق د افغانستان دډیموکراتیک جمهوریت د ملي سرود د شعر شاعر دئ. مورنۍ ژبه ﺌـې پـښټو ده خو په دري او عربي هم فوق العاده ښـﮥ شعرونه لري. لایق د عبدالحق نوابي له لور سره وادﮤ کړی او ۵ بچیان لري.

لیکوال: لودویگ آدمک

ژباړونکي: رحمت آریا

سلیمان لایق