Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​سلطان احـمـد شیرزوی د سردار شیر احمد خان زوی او د سردار فیض مـحـمـد خان زکریا اوښی په ۱۸۹۱ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. خپلې زده کړې ﺌـې د حـبـيـبـیـې په لیسې او د استانبول د پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې کړي دي. په ۱۹۲۰ز کال کې د مسکو سفیر. له ۱۹۲۲ تر ۱۹۲۵ز کال پورې تورکیې ته لومړی افغان دیپلوماتیک پلاوی.

 په ۱۹۲۶ز کال کې د باندنیو چارو د وزارت لومړی مرستیال وزیر. په ۱۹۲۷ز کال کې د سردار ِ اعلی لقب ورکړل سو. د ۱۹۲۸ز کال د اکتوبر له میاشتې، د ۱۹۲۹ز کال د نوامبر تر میاشتې پورې د تهران سفیر. په ۱۹۳۰ز کال کې د تورکیې سفیر. د مصر  لوی سفیر. په ۱۹۳۷ز کال کې د انقرې سفیر؛ په ۱۹۳۸ز کال کې د مسکو سفیر. په ۱۹۴۶ز کال کې د ملي اسامبلې رﺌـیس. په ۱۹۵۰ز کال کې د مسکو سفیر. له ۱۹۵۲ تر ۱۹۵۳ز کال پورې د باندنیو چارو وزیر. په ۱۹۶۴ز کال کې سناتور. د ۱۹۶۴ز کال د لویې جرگې غړی. د ولسي جرگې د شپږمې دورې ویاند. د سنا رﺌـیس. د ستور او د سردار اعلی مډالونه ﺌـې اخیستي دي. په ۱۹۷۳ز کال کې وفات سو.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

سلطان احـمـد شیرزوی