نوع محتوا | بیوگرافی مختصر | تصویر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | حمیرا ملکیار سلجوقي د عبدالله ملکیار ناسکه خور او د برگټ عبدالاحمد لور په ۱۹۱۳ز کال کې په غزني کې زېـږېـدلې ده. خصوصي زده کړې لري. له ۱۹۶۵ تر ۱۹۶۹ز کال پورې د مشرانو جرگې (سنا) غړې. له صلاح الدین سلجوقي (په ۱۹۵۵ز کال کې د قاهرې له سفیر) سره ﺌـې وادﮤ کړی او تر ۱۹۶۳ز کال پورې په قاهرې کې پاتې سول. حمیرا په یو شمـېـر کنفرانسونو کې د افغانستان استازیتوب کړی لکه په ۱۹۵۸ز کال کې په کولمبو کې د افریقا – آسیا د ښځو کنفرانس، په ۱۹۵۹ز کال کې د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې په درییمې کمـېـټې کې او نورو کې گډون کړی دئ. د ښځو د حقوقو فعاله. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| | سلجوقي ملکیار حمیرا |