| نوع محتوا | بیوگرافی مختصر | اسم |
| قاموس بایوگرافیکی افغانستان | مـحـمد صدیق سلجوقي د صلاح الدین سلجوقي زوی دئ او د صلاح الدین له لومړۍ مـېـرمنې څخه دئ چې په ۱۹۲۹ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. د کابل په پوهنتون کې ﺌـې تحصیل کړی دئ. د قاهرې په پوهنتون کې ﺌـې تأریخ او د (لندن د اقتصاد په پوهنځي) کې ﺌـې زده کړې وکړې. په ۱۹۷۳ز کال کې په واشنگتن ډي سي. کې د افغان سفارت قـنسل. د داؤود پر مهال د باندنیو چارو مدیر. په ۱۹۸۰ز کال کې ﺌـې افغانستان پرېـښود او اوس د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| سلجوقي مـحـمد صدیق |