Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​محـمـد صدیق رشید سلجوقي د نعمت الله سلجوقي زوی په ۱۹۳۳ز کال کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۵۷ز کال کې د هرات له فخرالمدارس څخه فارغ سوی دئ. تر ۱۹۶۴ز کال پورې په همدې مدرسې کې ښوونکی وو. په ۱۹۶۹ز کال کې کابل ته وغوښتل سو. په ۱۹۶۹ز کال کې د معارف د وزارت د تعلیمي نصاب د ریاست د دیني مضامینو د برخې مشر. په ۱۹۷۸ز کال کې د ابو حنیفې د مدرسې ښوونکی. په ۱۹۷۸ز کال کې د معارف د وزارت د دیني ښوونځیو د څانگې غړی. په ۱۹۸۱ز کال کې پاکستان ته لاړ. په ۱۹۸۳ز کال کې ﺌـې د افغان مقاومت د کلتوري شوری د بنسټ په ایښودلو کې مرسته وکړه.د اسلامي شریعت پر بنسټ د تدریسي کتابونو په گډون د یو شمـېـر کتابونو مؤلف.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

سلجوقي محـمـد صدیق رشید