Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​صلاح الدین سلجوقي د مفتي سراج الدین زوی په ۱۸۹۵ز کال کې په هرات کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۱۵ز کال کې د حبـیـبيې د ښوونځي د عربي او پاړسي ښوونکی. په ۱۹۱۶ز کال کې د هرات په محکمې کې مفتي. په ۱۹۱۸ز کال کې د هرات د معارف د مدیریت مدیر. په ۱۹۲۰ز کال کې د حـبـيـبـیـې په ښوونځي کې د پاړسي ادبیاتو ښوونکی.

 او په ۱۹۲۱ز کال کې د استقلال په لیسې کې. په ۱۹۲۳ز کال کې د اتفاق اسلام مدیر. په ۱۹۲۵ز کال کې د ثروت مدیر. په ۱۹۲۶ز کال کې د اعلیحضرت امان الله خان سکرتر. په ۱۹۲۹ز کال کې د باندنیو چارو په وزارت کې د مطبوعاتو مدیر. په ۱۹۳۱ز کال کې په بمـبـﺌـي کې جنرال قـنـسـل. په ۱۹۳۵ز کال کې په دلهي کې جنرال قـنـسـل. په ۱۹۳۶ز کال کې د مطبوعاتو د ریاست رﺌـیس. په ۱۹۵۰ز کال کې په ولسي جرگې کې د هرات استازي. په ۱۹۵۳ز کال کې د مطبوعاتو د ریاست رﺌـیس. له ۱۹۵۵ تر ۱۹۶۲ز کال پورې د قاهرې سفیر. فیلسوف، لیکوال او شاعر. د گڼ شمـېـر آثارو مؤلف. د ۱۹۶۰ز لسیزې په وروستیو کې وفات سو.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

سلجوقي صلاح الدین