Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​له یوې ننگرهارئ کورنۍ څخه. په مصر کې ﺌـې تحصیلات کړي دي او همدلته ﺌـې په ۱۹۶۷ز کال کې د سید جمال الدین افغان په هکله رساله په عربي ژبې ولیکله. د داؤود له کودتا وروسته د سترې محکمې رﺌـیس سو.  سره له دې چې له حفیظ الله امین سره ﺌـې ښې اړیکي درلودلې بیاهم د ۱۹۸۱ز کال په لړ کې د اسلامي چارو د عالي شوری د رﺌـیس په توگه وټاکل سو. (د تاشکند د روحاني ریاست د رﺌـیس) مفتي ضیاء الدین بابه خانوف له گډې اعلامیې سره موافق وو. د عدلیې د وزارت د تمیز د عالي محکمې رﺌـیس. د علماوو د عالي شوری عمومي رﺌـیس. په ۱۹۸۳ز کال متقاعد سو. د ۱۹۸۵ز کال د فبرورۍ په میاشت کې وفات سو.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

سعید افغاني