Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​سید محـمد سرور کونړی د سید جعفر پاچا زوی په ۱۸۸۸ز کال کې زېـږېـدلی دئ.  زده کړې ﺌـې له خپل پلار او هم خصوصي کړي دي. د پاړسي او عربي ادب ښه پوهه او آشنايي ﺌـې تر لاسه کړه. د سردار عنایت الله خان د منشي السطان د دفتر منشي. په ۱۹۱۲ز کال کې د واخان حاکم؛ په ۱۹۱۴ز کال کې د سنگچارک حاکم؛ په ۱۹۲۱ز کال کې د شینوارو حاکم؛ په ۱۹۲۴ز کال کې د کونړ حاکم؛ او په ۱۹۲۷ز کال کې د مقر حاکم.

په ۱۹۲۸ز کال کې د غزني او جاغوري حاکم اعلی. د نادر شاه د واکمنۍ په لومړیو کې د امان الله خان پلوی گڼل کـېـدﮤ او په همدې دلیل په کور کې حبس تعلیقي وو. په ۱۹۳۱ز کال کې د مالیې په وزارت کې د مأمورینو مدیر. یو ځل بیا په کور کې حبس سو او د هاشم خان پر مهال بې کاره وو او د جلال آباد په باغ ذخیرې کې او د سرخروډ په «قلعـﮥ ناﺌـب ها» کې ﺌـې ځمکې او شتمنۍ مصادره سوې. له ۱۹۴۶ تر ۱۹۴۷ز کال پورې د کورنیو چارو په وزارت کې د تفتیش د ریاست غړی. په ۱۹۵۲ز کال کې وفات سو د کابل په جابرالانصار کې خاورو ته وسپارل سو. زامن ﺌـې د مسعود او هاشمیان تخلصونه کوي.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

سرور کونړی