Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د سردار محـمد عزیز زوی، او د ولسمشر محـمد داؤود ورور په ۱۹۱۲ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. د حبیـبیې او استقلال لیسو کې ﺌـې زده کړې کړي دي. په ۱۹۳۱ز کال کې د باندنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو عمومي مدیر. په ۱۹۳۲ز کال کې د روم مختار وزیر.  له ۱۹۳۴تر ۱۹۳۷ز کال پورې د باندنیو چارو د وزارت مرستیال وزیر. له ۱۹۳۷تر ۱۹۴۶ز کال پورې کې د معارف  وزیر (په ښوونځیو کې ﺌـې د پښـتو ژبه پيل او وده ﺌـې ورکړه).

له ۱۹۴۰ تر ۱۹۴۶ز کال پورې مرستیال صدراعظم. له ۱۹۴۶ تر ۱۹۴۷ز کال پورې په برتانیې کې مختار وزیر، له ۱۹۴۸ تر ۱۹۵۰ز کال پورې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر. له ۱۹۵۳ تر ۱۹۶۳ز کال پورې د باندنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال. له ۱۹۶۳ تر ۱۹۷۳ز کال پورې متقاعد. له ۱۹۷۳ تر ۱۹۷۸ز کال پورې د ولسمشر محـمد داؤود خاص استازی او د باندۍ پالیسۍ سلاکار. د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د میاشتې په ۲۷ نـېـټې د غوايي د پاڅون په لړ کې ووژل سو. د پخواني پادشاه اعلیحضرت محـمد ظاهر شاه له مشرې خور (او د اعلیحضرت نادر شاه له لور) سره ﺌـې وادﮤ کړی دئ چې یو زوی او یوه لور لري. په فرانسوي او انگلیسي ﺌـې په ډېر فصاحت خبرې کولې.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

سردار محمد نعیم