Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د سردار یوسف خان زوی او د پخواني پادشاه محـمد ظاهر اکا په ۱۸۸۶ز کال کې زېـږېـدلی دئ. د اعلیحضرت محـمد نادر ناسکه ورور دئ. په کابل کې ﺌـې د «سر- اوس» [ ] ، د باډیگارډانو بولنه وکړه او په ۱۹۰۷ز کال کې هندوستان ته د امیر حبیب الله خان د سفر مل وو. په ۱۹۱۶ز کال کې د هرات ناﺌـب سالار وگومارل سو او له کابله لاړ. د ۱۹۱۹ز کال د دسمبر په میاشت کې د جلال آباد والي وگومارل سو. په ۱۹۲۰ز کال کې د مشرقي والي. په ۱۹۲۲ز کال کې په کابل کې د جنرال نادر خان پر ځای چې په سفر تللی وو د جنگ د وزیر په توگه وگومارل سو.

په ۱۹۲۴ز کال کې په مسکو کې مختار وزیر وټاکل سو او د ۱۹۲۶ز کال د جولای د میاشتې په دریمې نـېـټې له مسکو څخه د فرانسې گرس ته لاړ چې له خپل ورور نادر خان سره یو ځای سي. افغانستان ته پر لاره د ۱۹۲۹ز کال د فبرورۍ د میاشتې په اتمې له نادر خان او شاه ولي سره په گډه له (مارسې) [ ] څخه ووت. د ۱۹۲۹ز کال د نوامبر په ۹ نـېــټې د کابل پر لور وخوځـېـد ځکه چې د صدراعظم او د کورنیو چارو د وزیر په توگه گومارل سوی وو. کله چې نادر شاه ووژل سو، دی د افغانستان د شمالي ولایتونو په سفر وتلی وو. د ۱۹۳۶ز کال په اکتوبر کې برلین ته د یوﮤ عملیات لپاره لاړ. له ۱۹۲۹ تر ۱۹۴۶ز کال پورې صدراعظم. هـېـڅکله ﺌـې وادﮤ ونـﮥ کړ. د دوهمې نړۍ والې جگړې په لړ کې ﺌـې د افغانستان ناپییلتوب/ بې طرفي وساتله. د یوﮤ ښـﮥ اداره چي په نوم شهرت لري خو له خلکو سره په چار چلند کې  توند خوی، سخت گیر او ټینگ وو. د ۱۹۵۳ز کال د اکتوبر په ۲۶ نـېـټې وفات سو.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

سردار محـمد هاشم