Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​سردار محـمد عزیز محـمد زی. په ۱۸۷۷ز کال کې زېـږېـدلی دئ؛ د سردار یوسف خان زوی او د اعلیحضرت نادر شاه ناسکه ورور. د امیر حبیب الله خان د خصوصي منشي یا سکرتر په توگه مقرر سو او په دې توگه ﺌـې په ۱۹۰۷ز کال کې هندوستان ته د امیر حبیب الله خان مشایعت وکړ.

د حبیب الله خان د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې سردار محـمد عزیز د باندنیو چارو په وزارت کې د سکرتر په توگه مقرر سو خو کله چې امیر امان الله خان د سلطنت پر تخت جلوس وکړ دی بې کاره سو. د ۱۹۲۰ز کال د آگست په میاشت کې په کابل کې د مهاجرینو د کمـېـټې د رﺌـیس په توگه وگومارل سو؛ د ۱۹۲۰ز کال د اکتوبر په میاشت کې د تحصیل لپاره اورپا ته د تلونکو محصلینو د لړۍ مسؤول او ۱۹۲۶ز کال د اگست تر میاشتې پورې ورسره پاتې سو؛ نوموړی په همدې نـېـټې له محصلینو سره د رخصتۍ لپاره کابل ته راغی او ورسره سم له دې دندې څخه بې کاره سو.

 له خپل ناسکه ورور نادر خان سره په اروپا کې یو ځای سو او د ۱۹۲۹ز کال تر پایه پورې په اروپا کې پاتې سو او په همدې وخت کې په مسکو کې سفیر وگومارل سو. بیا په برلین کې افغان سفیر وگومارل سو؛ دی برلین ته د ۱۹۳۳ز کال د مارچ په ۲۳ نـېـټې ورسـېـد. د ۱۹۳۳ز کال د جون د میاشتې په ۶ نـېـټې سردار محـمد عزیز په برلین کې د سید کمال په لاس ووژل سو. محـمد عزیز د افغانستان د جمهوریت د ولسمشر سردار محـمد داؤود او د محـمد نعیم پلار وو.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

سردار محـمد عزیز