Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملتربیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستانجایـگاه داؤد خان درتاریخ نوین افغانستان

​سردار محـمد داؤود د « اعلیحضرت نادر شاه د ناسکه ورور» سردار محـمد عزیز زوی په ۱۹۰۹ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. په کابل کې ﺌـې د امانیه په ښوونځي کې زده کړې کړي دي. ۹ کاله ﺌـې فرانسه کې تـېـر کړل (پلار ﺌـې دا مهال د محصلینو د چارو مسؤول وو او اکا ﺌـې نادر خان په پاریس کې سفیر وو،)  او د ۱۹۳۰ز په اکتوبر کې کابل ته راستون سو. په ۱۹۳۱ز کال کې ﺌـې د پلي ځواک د افسرانو د ښوونځي په یو کلن کورس کې گډون وکړ. د ۱۹۳۲ز کال د نوامبر په میاشت کې ﺌـې د تورن جنرال یا د فرقه مشر رتبې ته ارتقا وکړه او د مشرقي ولایتونو د ځواکونو د عمومي بولندوی په توگه وټاکل سو.

 د ۱۹۳۴ز کال د فبرورۍ په میاشت کې ﺌــې د مشرقي د ځواکونو د بولنې تر څنگ د مشرقي د والي دنده هم ومنله. په ۱۹۳۴ز کال کې د پخواني پادشاه محـمد نادر له کشرۍ لور شهزادگۍ زینب سره وادﮤ وکړ. د ۱۹۳۵ز کال د جولای په میاشت کې کندهار ته د والي  او د دې ځای د ځواکونو د عمومي لوی افسر او عمومي بولندوی په توگه ولـېـږل سو.  د فراه او چخانسور د فرقو عمومي بولندوی. په کندهار کې ﺌـې دا هڅونه پیل کړه چې پـښـتو دې د یوازینۍ ملي ژبې په توگه ومنل سي.  له ۱۹۳۹تر ۱۹۴۷ز کال پورې د قوای مرکز عمومي بولندوی. په ۱۹۴۵ز کال کې ﺌـې د صافیانو بلوا وځپله. په ۱۹۴۷ز کال کې ددفاع وزیر خو ویل کـېـږي چې له صدر اعظم شاه محـمود سره موافق نـﮥ وو.

له همدې کبله ول چې له ۱۹۴۸ تر ۱۹۴۹ز کال پورې ﺌـې پاریس ته د سفیر په توگه ولـېـږﮤ. له ۱۹۴۹- ۱۹۵۰ز کال پورې د کورنیو چارو وزیر او ورسره هم مهاله د قباﺌـیلو د چارو رﺌـیس. له ۱۹۵۳ تر ۱۹۶۳ز کال پورې د افغانستان صدراعظم. په ۱۹۵۹ز کال کې ﺌـې د ښځود د چادري د رفع کولو له خوځښت څخه ملاتړ وکړ او دا خوځښـت ﺌـې وهڅاوﮤ. په ۱۹۶۱ز کال د سپتمبر په میاشت کې ﺌـې د غیر منسلکو هـېـوادونو د بلگراد په غونډې کې د افغانستان استازیتوب وکړ. داؤود خان د ۱۹۵۶- ۱۹۶۱ز لومړنی پینځه کلن پرمختیايي پلان تصویب کړ او د همدې پلان په نتیجه کې یو ﺌـې د  کریړ سوېو لویو لارو جوړول ول. په ۱۹۶۳ز کال کې ﺌـې استعفی ورکړه.د پښتونستان د سیاست سرلاری او پلوی، او ویل کـېـږي چې د ۱۹۶۴ز کال د اساسي قانون له ۲۴ مادې او نورو موادو سره مخالف وو.  له ۱۹۶۳ تر ۱۹۷۳ز کال پورې په کور ناست وو. د ۱۹۷۳ز کال کې د جولای په میاشت کې ﺌـې د سلطنت پر ضد له کودتا وروسته د افغانستان جمهوریت اعلان کړ. له ۱۹۷۵ز کال راوروسته خپل مارکسیست ملاتړي ﺌـې په تدریج سره له دولتي مقاماتو لـېـرې کړل. هڅه ﺌـې وکړه چې د خپل په لاس جوړ سوي، ملي انقلاب گوند، پر بنسټ یو گوندیز بنسټ رامنځته کړي. لویه جرگه ﺌـې راوبلله او ددﮤ اساسي قانون ﺌـې تصویب کړ. د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د میاشتې په ۲۷ نـېـټې د مارکسیستانو د واکمن کـېـدلو په لړ کې ووژل سو.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

سردار محمد داود، نخستین رئیس جمهورافغانستان(1973- 1978م)ودرسالهای (1953- 1963) صدراعظم کشور بود. خدمات داودخان در هردو دوره زمامداری اش، برای انکشاف وترقی وتعالی افغانستان ،و آزادی زنان کشور از زندان چادری، چشمگیروخیلی صادقانه بوده است. افغانستان در عهد زمامداری او در راه انکشاف اقتصادی واجتماعی وفرهنگی از طریق تطبیق پلانهای انکشافی قدم های متینی گذاشت. داودخان درصبح 8 ثورکوتای1357 برهبری حزب دموکراتیک خلق با 17 تن از فرزندان و وابستگان خود به قتل رسید. برای اطلاع بیشتر از کارنامه های داودخان به لینک ذیل رجوع شود​​​

سردار محـمد داود