Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​سردار فیض مـحـمـد زکریا د «فیضي کابلي» په نوم شهرت لري. د سردار گل محـمد خان زوی په ۱۸۹۲ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ؛ (سردار گل مـحـمـد : د تاج مـحــمـد زوی؛ تاج مـحـمـد د سردار زکریا خان زوی.) سردار فیض محـمد زکریا په کورکې او د حبـیـبې په لیسې کې زده کړې وکړې.

 په ۱۹۲۱ز کال کې اروپا اوامریکا ته د افغان مأموریت مرستیال سلاکار. په ۱۹۲۲ز کال کې د باندنیو چارو د وزارت سلاکار. په ۱۹۲۴ز کال کې د معارف مرستیال وزیر. له ۱۹۲۵ تر ۱۹۲۷ز کال پورې د معارف وزیر. د ۱۹۲۹ز کال د نوامبر په میاشت کې د باندنیو چارو وزیر. د ۱۹۳۵ز کال د دسمبر په میاشت کې ﺌـې اروپا ته سفر وکړ. له ۱۹۳۸ تر ۱۹۴۸ د انقرې سفیر. له ۱۹۴۸ تر ۱۹۵۰ز کال پورې د لندن سفیر. په ۱۹۵۰ز کال کې د معارف وزیر. په ۱۹۵۵ز کال کې د سعودي عربستان سفیر. په ۱۹۶۰ز کال کې ﺌـې استعفی وکړه او د امریکا متحده ایالاتو ته لاړ او همدلته په ۱۹۷۹ز کال کې وفات سو. نوموړی شاعر او لیکوال هم وو.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

سردار فیض مـحـمـد زکریا