Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​شهزاده عبیدالله سراج د اعلحیضرت امان الله خان کشر ورور، او له «علیاحضرتې» څخه د امیر حبیب الله خان زوی په ۱۹۱۵ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. د «شاه آغا» په نوم یادېـدﮤ. په کابل کې د یوﮤ/ یوې جرمن خصوصي ښوونکي له پلوه ورته تدریس سوی او هم ﺌـې د کابل په اماني لیسې او هم ﺌـې په جرمنې کې زده کړې کړي دي.

د ۱۹۲۹ز کال د مې په میاشت کې بمبـﺌـي ته له اعلیحضرت امان الله سره د لارې مل او ملگری وو او د ۱۹۲۹ز کال د جون په میاشت کې ورسره په کښتـۍ کې تر ایټالیا پورې لاړ. تر ۱۹۳۰ز کابل پورې له خپلې مور سره په برلین کې وو. د ۱۹۳۳ز کال د نوامبر په میاشت کې له افغان تابعیت څخه محروم وگرځول سو. ورپسې په استانبول کې مـېـشت سو او تر اوسه ۱۹۸۵ز کال پورې همدلته ژوند کوي. د محـمـود طرزي له کشرۍ لور آمنې سره ﺌـې وادﮤ کړی دئ او یو زوی لري چې حبیب الله نومـېـږي؛ حبیب الله په سعودي عربستان کې د انجنیر په توگه کار کوي.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

سراج عبیدالله