نوع محتوا | ترجمهٔ دری | بیوگرافی مختصر | تصویر | اسم |
قاموس بایوگرافیکی افغانستان | در سال ۱۹۱۷در شهر جلال آباد تولدیافت. حمیدالله عنایت سراج نواسهٔ امیر حبیب الله و پسر سردار عنایت الله بود. تعلیمات ابتدایی را در کابل و متوسطه را در فارس در لیسه صنایع تکمیل نمود. در ۱۹۳۹ لیسانس خود را دررشته انجنیرۍ در تهران از پوهنتون آنجا بدست آورد. در ۱۹۲۹با پدرش یکجا به ایران تبعید ګردید. در ۱۹۴۷م. با خانواده اش دوباره به افغانستان عودت نمود. درسال ۱۹۴۸در وزارت معارف عضو ریاست تعلیمات عمومی و مسلکی ګردید ،بعد معاون و بعد رئیس دیپارتمنت تعلیمات عمومي ودر ۱۹۴۹دایرکتر عمومی معلمان و پرسونل وزارت معارف بودند. در ۱۹۵۱ مدیر سرپرست لیسهٔ نجات، و در ۱۹۶۰ مدیر این لیسه و معاون تدریسات ثانوي وبعد رﺌـیس آن شدند و در ۱۹۶۳در واشنتگټن ډي.سي. قنسل سفارت افغانی و در ۱۹۶۵قنسل سفارت افغانی در مسکو بودند. در ۱۹۶۷معین اول وزارت معارف ودر ۱۹۶۸بحیث والی هرات تقرر یافتند. در سال ۱۹۷۱معین اداری وزارت خارجه و از ۱۹۷۱ تااپریل ۱۹۷۲وزیر معارف بودند. از ۱۹۷۳ تا ۱۹۷۶ سفیر افغانستان در لندن بودند. بعدًاً از سال ۱۹۷۶ تا ۱۹۷۸در دهلی سفیر افغانستان بودند. جوایز : مدال درجه سوم معارف ، مدال( پوهني)، مدال شایستګی (فه دینڅ کوست – درجرمنی) اخذ مدال لمر از امپراتور جاپان. از ۱۹۷۸به بعد در روم، ایټالیا زنده ګی داشتند. او با صبیه اعلیحضرت امان الله (شهزادگۍ عاقله) ازدواج نموده بود. مترجم دری: پوهاند محمد بشیر دودیال
| په ۱۹۱۷ز کال کې په جلال آباد کې زېـږېـدلی دئ. حمیدالله عنایت سراج د امیر حبیب الله لمسی او د سردار عنایت الله زوی دئ. خپلې لومړنۍ زده کړې ﺌـې په کابل او منځنۍ او لوړې زده کړې ﺌـې په فارس کې د صنایعو په لیسې کې بشپړې کړې دي. په ۱۹۳۹ز کال کې ﺌـې خپل لیسانس په انجنیرۍ کې د تهران له پوهنتون څخه تر لاسه کړ. په ۱۹۲۹ز کال کې له خپل پلار سره مل ایران ته تبعید سو. په ۱۹۴۷ز کال کې له خپلې کورنۍ سره بـېـرته افغانستان ته راستون سو. په ۱۹۴۸ز کال کې د معارف په وزارت کې د عمومي زده کړو او د مسلکي زده کړو د ریاست غړی سو. د عمومي زده کړو د دیپارتمنت مرستیال رﺌـیس او په ۱۹۴۹ز کال کې د معارف په وزارت کې د ښوونکو او پرسونل د څانگې دایرکټر جنرال. په ۱۹۵۱ز کال کې د نجات د لیسې سرپرست مدیر، او په ۱۹۶۰ ز کال کې د همدې لیسې مدیر او د ثانوي تدریساتو مرستیال رﺌـیس. په ۱۹۶۳ز کال کې په واشنتگټن ډي.سي. کې د افغان سفارت قـنـسـل او په ۱۹۶۵ز کال کې په مسکو کې د افغان سفارت قـنـسـل. په ۱۹۶۷ز کال کې د معارف د وزارت لومړی مرستیال وزیر. په ۱۹۶۸ز کال کې د هرات والي. په ۱۹۷۱ز کال کې د باندنیو چارو د وزارت مرستیال «اداري» معین. له ۱۹۷۱ د ۱۹۷۲ز کال تر اپریل پورې د معارف وزیر. له ۱۹۷۳ تر ۱۹۷۶ز کال پورې د لندن سفیر. له ۱۹۷۶ تر ۱۹۷۸ز کال پورې په ډیلي کې د افغانستان د سفارت سفیر. جوایز : د معارف دریم درجه مډال، د پوهني مډال، افغانستان، (فه دینڅ کوست – د وړتیا مډال په جرمني کې) [ ] د جاپان له امپراتور څخه د لمر مډال. له ۱۹۷۸راهیسې په روم، ایټالیا کې ژوند کوي. د اعلیحضرت امان الله خان له لور شهزادگۍ عاقلې سره ﺌـې وادﮤ کړی دی. لیکوال: لودویگ آدمک ژباړونکي: رحمت آریا
| | سراج حـمـیدالله عنایت |