Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​جنرال اسدالله سراج د امیر حبیب الله خان او د (اعلیحضرت نادر خان د خور) علیا جناب زوی او د امیر امان الله خان ناسکه ورور او د پخواني پادشاه محـمـد ظاهر شاه د ترﮤ زوی په ۱۹۱۰ز کال کې زېـږېـدلی دئ. خپلې زده کړې ﺌـې د حبیـبـیې او د استقلال په لیسو کې کړې دي. حبیب الله کلکاني په ۱۹۲۹ز کال کې زنداني کړ.

په ۱۹۲۹ز کال کې د «سر اوس» د جنگ «دفاع – ژ» د وزیر یاور. د ۱۹۳۰ز کال کې د ډسمبر په میاشت کې د خپلو نورو دندو تر څنگ د جنگ د وزارت د دوهم سکرتر په توگه چې له عمومي سررشته دار «د ټولې اردو د لوژیستیک د رﺌــیس له رتبې– ژ» سره برابره رتبه وه مقرر سو. په ۱۹۳۱ز کال کې د کابل د پليو ځواکونو د افسرانو د ښوونځي د شرایطو واجد وگڼل سو. په ۱۹۳۳ز کال کې ﺌـې د فرقه مشر رتبې ته ﺌـې ارتقا وکړه او د گارد د فرقې د عمومي بولندوی په توگه وټاکل سو. د گارد د فرقې د عمومي بولندوی په توگه، دﮤ د ارگ او د سلطنتي کورنۍ د خصوصي گارد په گډون د سلطنتي گارډ بولنه پر غاړه درلوده.

په ۱۹۳۹ز کال کې د جنگ د وزارت د استخباراتو رﺌـیس او د تحقیق د ریاست رﺌـیس. د دوهمې نړۍ والې جگړې په لړ کې د ټول وسله وال ځواک عمومي سرمفتش. له ۱۹۴۶ تر ۱۹۴۸ز کال پورې ستر درستیز او د دفاع سرپرست وزیر. په ۱۹۴۸ز کال کې د کورنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم.  په ۱۹۵۱ز کال کې د تورکیې سفیر. په ۱۹۶۱ز کال کې د فرانسې سفیر. په ۱۹۶۴ز کال کې د ایران سفیر. له ۱۹۸۱ز کال را په دېخوا د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

سراج جنرال اسدالله