Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
مختصات افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملتربیوگرافی مختصرتصویراسم یا کلمه
محققین و مؤلفیند اکاډمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد پېژندنه
اکایمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد د افغانستان او سیمي په سطحه کي ستر محقق، وتلی ادیب، منلی ژبپوه ، پیاوړی استاد او خوږ ژبی شاعر وو چي د ۱۳۰۰ هـ ش کال د عقرب پر ۲۳مه = د ۱۹۲۱ع کال د نومبر ۱۴مه د کندهار ښار د بابړو په کوڅه کي زېږېدلی وو. پلار ئې عبدالغفور خان نومېدی اوعلم دوسته او مخور سړی وو. په پارسي، عربي، اردو او انگرېزي ژبو پوهېدی.
نیکه ئې حاجي محمد ایاز خان د خپل وخت مشهور سوداگر وو. د دوی کورنۍ د لوی احمد شاه بابا د پاچهۍ په کلونو کي پېژندل سوې او شتمنه کورنۍ وه. د احمد شاهي عصر مشهور شخصیت او د لوی احمد شاه بابا د لمسي شاه زمان سدوزي خسر امین الملک نورمحمد خان بابړ د همدې کورنۍ سړی وو.
رشاد عبدالشکور