Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​ډاکټره اناهیتا راتب زاد د احمد راتب لور په ۱۹۳۱ز کال کې د کابل په گلدرې کې زېـږېـدلې ده. ۱۹۴۵په ز کال کې د ملالۍ د لیسې له اتم ټولگي څخه فارغه سوې ده. په ۱۹۴۶ز کال کې د نرسنگ ښوونځي ته شامله سوه. [۱۵ کلنۍ کې -؟ - ژ]  په ۱۹۴۷ز کال کې ﺌـې د ملالۍ په لیسې کې ﺌـې تدریس وکړ. [ ] [جالبه ده چې په ۱۶ کلنۍ کې ﺌـې په لیسې کې درس ورکاوﮤ؟ - ژ]  له ډاکټر کرام الدین سره ﺌـې وادﮤ وکړ؛ ډاکټر کرام الدین کاکړ، د کاکړو د قبیلې له آخوندزادگانو څخه دئ. په ۱۹۵۰ز کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د شیکاگو د نرسنگ له ښوونځي څخه فارغه سوه. [په ۱۹ کلنۍ کې فارغه سوې ده؟ -ژ]  په ۱۹۵۳ز کال کې په کابل کې د ښځو د روغتون کې د نرسنگ مدیره مقرره او ښوونکې. [دا مهال ۲۲ کلنه کـېـږي ؟ - ژ] په ۱۹۵۷ز کال کې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي کې شامله سوه او په ۱۹۶۳ز کال کې د طب له پوهنځي څخه فارغه سوه.  په ۱۹۶۵ز کال کې د ولسي جرگې په دولسمې دورې کې له کابل څخه د خلق د ډیموکراتیک گوند د کاندید په توگه ودرېـدله. په ۱۹۶۵ز کال کې ﺌـې د ښځو ډیموکراتیک سازمان جوړ کړ. په ۱۹۶۷ز کال کې د همدې سازمان په لومړۍ غونډه کې ددې سازمان د رﺌـیسې په توگه وټاکل سوه. په ۱۹۷۶ز کال کې د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې د غړې په توگه وټاکل سوه او په ۱۹۷۷ز کال کې بـېـرته یو ځل بیا په همدې دریځ کې وټاکل سوه. د ۱۹۷۸ز کال د غوايي له پاڅون وروسته د افغانستان ډیموکراتیک جمهورت د انقلابي شوری غړې سوه او د ۱۹۷۸ز کال د مې په میاشت کې د ټولنیزو چارو د وزیرې په توگه مقرره سوه.

 د ۱۹۷۸ز کال د جولای په میاشت کې بلگراد کې د افغانستان د سفارت د سفیرې په توگه مقرره سوه. د ۱۹۷۸ز کال د اکتوبر په میاشت کې له کاره وشړل سوه. د حفیظ الله امین له پرځول کـېـدلو وروسته اناهیتا د معارف وزیره او د مرکزي کمـېـټې د سیاسي بیرو منتخبه غړې سوه. تر ۱۹۸۱ز کال پورې د اطلاعاتو او کلتور ، د لوړو او مسلکي زده کړو او د عامې روغتیا د وزارتونو سرپرسته وزیره وه. د افغانستان د ښځو د ډیموکراټیک سازمان DWOA  رﺌـیسه. د سولې، پيوستون او ملگرتوب د سازمان رﺌـیسه.  ډاکټرې اناهیتا د پرچم په ورځپاڼې کې او هم ﺌـې د نرسنگ په ډگر کې څو مقالې لیکلي دي. وادﮤ ﺌـې کړی دئ او درې ماشومان لري. لوڼې ﺌـې نور احمد نور او محـمود بریالي ته وادﮤ سوي دي. مورنۍ ژبه ﺌـې دري ده. له خپل مـېـړﮤ جراح، پوهاند کرام الدین څخه جلا سوې ده.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

راتب زاد اناهیتا