Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوامعلومات مکملتربیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستانو زمانی شخصیتی چون داکتر ظاهر رئیس ولسی جرگه بود

په ۱۹۰۹ز کال کې په لغمان کې زېـږېـدلی دئ. د حبیبې په لیسې کې ﺌـې زده کړې کړي دي. په ۱۹۴۴ز کال کې ﺌـې د کولمبیا له پوهنتون څخه په طب کې خپله دکتورا تر لاسه کړه. په ۱۹۴۴ز کال کې د کابل ښاروالۍ د کلنیک مشر وو. په ۱۹۴۹ز کال کې د پادشاه طبیب وو. په ۱۹۵۱ز کال کې د روغتیا د وزارت مرستیال وزیر. په ۱۹۵۶ز کال کې د روغتیا وزیر. د ۱۹۵۸ز کال د مې په میاشت کې د پاکستان سفیر. له ۱۹۶۱ تر ۱۹۶۴ز کال پورې ولسي جرگې رﺌـیس. په ۱۹۶۵ز کال کې د لویې جرگې رﺌـیس.  د ۱۹۶۴ز کال د سپتمبر په میاشت کې مرستیال صدراعظم او د روغتیا د وزارت وزیر. له ۱۹۶۵ تر ۱۹۶۹ز کال پورې د ولسې جرگې رﺌـیس. له ۱۹۶۹ تر ۱۹۷۱ز کال پورې د ایتالیا سفیر. په ۱۹۷۱ز کال صدراعظم. په ۱۹۷۳ز کال کې په هندوستان کې د افغانستان سفیر. د جمهوریت له استقرار وروسته متقاعد سو. په ۱۹۵۸ز کال کې ﺌـې د سردار اعلی مډال تر لاسه کړی دئ. په ۱۹۸۱ز کال کې وفات سو.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا
داکتر عبدالظاهر فرزند مرحوم عبدالقادر ابراهیم خیل، به تاریخ ۳ می سال ۱۹۱۰ در ولایت زیبای لغمان دیده به جهان گشود. بعد از ختم دورهٔ ابتدائیه، دورهٔ متوسطه و عالی را در مکتب حبیبیه به اتمام رسانید و متعاقباً غرض کسب تحصیلات عالی عازم ایالات متحده امریکا گردید.
ښاغلی عبدالظاهر د اواښاد عبدالقادر ابراهیم خیل زوی د ۱۹۱۰ کال د می په ۳ نیټه په ښکلی لغمان کی نړی ته سترگی پرانستی.
ډاکټر عبدالظاهر د حبیبی لیسی څخه له فراغته وروسته، خپل عالی تحصیلات د طب څانگه کی د کلمبیا او جان هاپکنز معتبرو امریکایی پوهنتونو کی بشپړ او د جراحی تخصص یی د پنسلوانیا پوهنتون څخه تر لاسه کړ.
افغانستان ته له راستنیدو وروسته د کابل ښاروالی روغتون د سرطبیب په دنده وگمارل شو او د محمد ظاهرشاه ځانگړی ډاکټر هم وه.‌ وروسته د روغتیا وزارت د مرستیال په توگه مقرر شو

داکتر عبدالظاهر