Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتواترجمهٔ دریبیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​عبدالهادي داوي (پریشان) در سال ۱۸۹۴م. در شهر کابل متولد و فرزند عبدالاحد، مربوط قوم داوي  قندهار بودند. پدرش در قندهار طبیب بود که درسال ۱۸۹۴م. به شهر کابل آمده بودند. عبدالهادی داوی درسال ۱۹۱۲م.  از دوره اول  لیسه ی حبـیـبـيـه فارغ ګردید، در سال ۱۹۱۲م. معاون «سراج الاخبار» (مرستیال محرر) و در ۱۹۲۰ بحیث محرر «امان ِ افغان» کار نمود. در آن زمان زیادتر اشعار شان را به نام مستعار «پریشان» نشر می نمود. در ۱۹۱۸نسبت طرح یک کودتا علیه  امیر حبیب الله خان زنداني ګردید. درسال ۱۹۱۹م.  معین وزارت خارجه  و قنسل امور هندوستان بودند.

 در جون ۱۹۱۹عضو هیئت افغانی مصالحه در راولپنډۍ بود. در ۱۹۲۰م. در کنفرانس میسوري عضو هیئت افغانها بود. در ۱۹۲۲نماینده دولت افغان دربخارا بود. در جولای ۱۹۲۲ به کابل عودت و دوباره در وزارت  امور خارجه مصروف خدمت ګردید. در جنوری ۱۹۲۲ بحیث سفیر در لندن  مقرر ګردید. دراګست ۱۹۲۴ازین وظیف سبکدوش ګردید. بعد از عودت به کشور در ۱۹۲۵م. بحیث وزیر تجارت تعیین ګردید.در ۱۹۲۸برای سه ماه غرض پیشبرد مذاکرات تجارتی  روسیه – افغان عازم روسیه ګردید.. در ۱۹۲۸نظر عدم موافقت با ریفورمهای امان الله خان ازوظیفه مستعفی ګردید. در ماه می سال ۱۹۲۹م. در قندهار با امان الله خان یکجا ګردید الی ماه نوامبر ۱۹۲۹در کراچۍ سکونت اختیار نمود. در دسمبر ۱۹۲۹م. سفیر افغانستان در برلین ګردید.

 درمارچ ۱۹۳۱ مستعفي ګردید. در می  ۱۹۳۲دوباره به کابل عودت نمود. در دسمبر ۱۹۳۳از طرف  (محـمد هاشم خان) زنداني و تا ۱۹۴۶در زندان بود. در ۱۹۵۰عضو شورای ملي انتخاب و برګزیده شد و همچنان نطاق یا سخنګوی شورای ملی بود ودر ۱۹۵۰سرمنشی دارالانشا ی سلطنتی اعلیحضرت ظاهر شاه و استاد شخصی شهزاده احمد شاه بود. از ۱۹۵۲ تا ۱۹۵۴سفیر در قاهره بود،  از۱۹۵۴ تا ۱۹۵۸سفیر در جاکارتا ګردید.  در ماه اپریل ۱۹۵۵در کنفرانس باندونگ عضو هیئت  افغان بود. از ۱۹۶۶ تا ۱۹۷۳ سناتور منتخب  و رییس مجلس سنا بود. او از لحاظ سیاسي فعال نـبود. زبان مادری اش پـښـتو بود، ولی اشعار دري سروده است. خاطرات اش که در ۱۷ جلد نوشته شده است تا حال نشر و چاپ نشده اند.در ۱۹۸۲ وفات یافت.

مترجم دری:  پوهاند محمد بشیر دودیال

​عبدالهادي داوي پریشان کاکړ. په ۱۸۹۴ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. د کندهار د داوي د قبـیـلې د عبدالاحدی زوی چې په کندهار کې طبیب وو او په ۱۸۹۴ز کال کې کابل ته راکډه سو. په ۱۹۱۲ز کال کې د حبـیـبـيـې د لیسې له لومړۍ دورې څخه فارغ سو. په ۱۹۱۲ز کال کې د «سراج الاخبار» مرستیال محرر او په ۱۹۲۰ز کال کې د «امان ِ افغاني» محرر. خپل اشعار ﺌـې د «پریشان» په مستعار نوم خپرول. په ۱۹۱۸ز کال کې د امیر حبیب الله خان پر ضد د یوې کودتا له هڅې وروسته زنداني سو. په ۱۹۱۹ز کال کې  د باندنیو چارو د وزیر مرستیال او د هندوستان د چارو قـنـسـل.

 د ۱۹۱۹ز کال د جون په میاشت کې په راولپنډۍ کې د افغان سولې د پلاوي غړی وو. په ۱۹۲۰ز کال کې د میسوري په کنفرانس کې د افغان پلاوي غړی. په ۱۹۲۲ز کال کې بخارا ته افغان استازی. د ۱۹۲۲ز کال د جولای په میاشت کې کابل ته راستون سو او د باندنیو چارو په وزارت کې ﺌـې خپل کارونه بیرته پیل کړل. د ۱۹۲۲ز کال د جنورۍ په میاشت کې د لندن سفیر مقرر سو. د ۱۹۲۴ز کال د آگست په میاشت کې له خپل دغـﮥ دریځ څخه لیرې سو. له راستـنیدلو وروسته په ۱۹۲۵ز کال کې د سوداگریزو چارو د وزیر په توگه وټاکل سو. په ۱۹۲۸ز کال کې د دریو میاشتو لپاره د روس – افغان د سوداگرۍ د خبرو اترو په اړه روسیې ته لاړ. په ۱۹۲۸ز کال کې د امان الله خان له ریفورمونو سره د عدم موافقت له کبله له خپلې دندې مستعفی سو. د ۱۹۲۹ز کال د مې په میاشت کې په کندهار کې له امان الله خان سره یو ځای سو د ۱۹۲۹ز کال د نوامبر تر میاشتې په پورې په کراچۍ کې مـېـشت سو. د ۱۹۲۹ز کال د دسمبر په میاشت کې په برلین کې افغان سفیر سو. د ۱۹۳۱ز کال د مارچ په میاشت کې مستعفي سو.

 د ۱۹۳۲ز کال د مې په میاشت کې بـېـرته کابل ته راستون سو. د ۱۹۳۳ز کال په دسمبر  کې (د محـمد هاشم خان له پلوه) زنداني سو او د ۱۹۴۶ز کال پورې په زندان کې وو. په ۱۹۵۰ز کال کې د ملي شوری د غړي په توگه انتخاب سو/ وټاکل سو او د ملي شوری ویاند سو.  په ۱۹۵۰ز کال د اعلیحضرت ظاهر شاه د سلطنتي دارالانشاء سرمنشي او د شهزاده احمد شاه شخصي استاد وگومارل سو. له ۱۹۵۲ تر ۱۹۵۴ز کال پورې د قاهرې سفیر،  له ۱۹۵۴ تر ۱۹۵۸ز کال پورې د جارکارتا سفیر.  د ۱۹۵۵ز کال د اپریل په میاشت کې د باندونگ کنفرانس ته د افغان پلاوي غړی. له ۱۹۶۶ تر ۱۹۷۳ز کال پورې منتخب سناتور او د سنا د مجلس رﺌـیس. له سیاسي اړخه فعال نـﮥ وو. مورنۍ ژبه ﺌـې پـښـتو ده خو ددري ژبې شاعر دئ. (په ۱۷ ټوکونو کې) لیکل سوي خاطرات ﺌـې لا تر اوسه نـﮥ دي چاپ سوي. په ۱۹۸۲ز کال کې وفات سو.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

داوي عبدالهادي