Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​(د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان د مستوفی الممالک) محـمد حسین خان زوی په ۱۹۰۹ز کال کې د کابل بابر باغ ته نـېـږدې زېـږېـدلی دئ. مور ﺌـې د صافي په قبـیـلې پورې اړه درلوده او پلار ﺌـې (د عبدالرحیم اوښی چې په ۱۹۲۹ز کال کې د هرات والي وو) یو له ډېـرو معتـمدو او د درنښت وړ درباریانو څخه وو چې په ۱۹۱۹ز کال کې د امیر حبیب الله خان له وژل کـېـدلو لږ وروسته ووژل سو. خلیلي دا مهال یولس کلن وو. له دې مخکې په اووﮤ کلنۍ کې ﺌـې مور مړه سوې وه، نوموړي د خپل مور او پلار د یاد په درنښت قصاید ولیکل او دا قصاید ددﮤ په اشعارو کې د هغـﮥ شهکار دئ.  د پلار له وژل کـېـدلو وروسته اړ سو چې د کوهستان په غرونو کې د خپلونو نیکونو کور کې پناه واخلي.  خلیلي وکولی سول چې لیک لوست په خپله زده کړي او په هماغـﮥ تنکي عمر کې ﺌـې د شعرونو حفظ کول پیل کړل. کله چې حبیب الله کلکاني واکمنۍ ته ورسـېـد خلیلي ته په کابل او مزار شریف کې یو شمـېـر مهم مقامونه وسپارل سول.

په ۱۹۲۹ز کال کې د حبیب الله کلکاني له پرځـېـدلو وروسته خلیلي د دریو میاشتو لپاره په شوروي اتحاد کې تاشکند ته پناه یوړله. کله چې اعلیحضرت نادر خپل سلطنت اعلان کړ، خلیلي کابل ته راستون سو. خلیلي له خپل ماما عبدالرحیم خان سره چې مشهور جنرال او پیاوړ سړی وو، هرات ته لاړ.  خلیلي په هرات کې له علماوو او شعراوو سره په ډېره نـېـږدې اړیکه کې سو او د هغوی اغـېـز ورباندې پریوت. په هرات کې ول چې د خلیلي ادبي استعداد لا وده وکړه. خلیلي خپل لومړی اثر «د هرات تأریخ» ولیکـﮥ چې ډېرو کسانو دا اثر وستایـﮥ. په دې پسې خلیلي د صدارت عظمی په دارالانشاء کې کار وکړ. خلیلي په تدریج سره مشهور شاعر سو. په ۱۹۴۴ز کال کې خلیلي، ماما ﺌـې او ټوله کورنۍ په دې شک زندان ته واچول سول چې گڼې د صافیانو د پاڅون پرمهال دوی د خپلې قبیلې ملاتړ کړی دئ.  کله چې له زندانه آزاد سو، خلیلي په کندهار کې تر هغو په تبعید کې ژوند وکړ چې په ۱۹۴۸ز کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د مُدَرس په توگه وگومارل سو. په ۱۹۴۹ز کال کې د شاه محمود د کابینې منشي. په ۱۹۵۱ز کال کې د اطلاعاتو او نشراتو وزیر. په ۱۹۵۳ز کال کې د اعلیحضرت محـمد ظاهر شاه د اطلاعاتو او نشراتو مشر سلاکار. په ۱۹۵۶ز کال کې له جبل السراج څخه د ولسي جرگې لپاره د ولسي جرگې غړی وټاکل سو. د (وحدت ملي) د منځلاري گوند بنسټ ایښودونکی او رﺌـیس. شپږ میاشتې وروسته ﺌـې په سعودي عربستان کې د سفیر په توگه وټاکل سو. د تأریخي ټولنې غړی او د کابل پوهنتون د پاړسي ادب پوهاند. له ۱۹۶۹ تر ۱۹۷۸ز کال پورې د عراق سفیر. د غوايي له پاڅون وروسته ﺌـې د مارکسیستي واکمنۍ پر ضد ﺌـې مخالفت وښود. په ۱۹۸۴ز کال کې د پاکستان د ولسمشر سلاکار وگومارل سو. اوس ۱۹۸۵ز کال د پاکستان په اسلام آباد کې ژوند کوي. خلیلي ټولټال ۵۴ کتابونه، د افغانستان په هکله یو مونوگراف او همدا شان د سولې او آزادۍ په هکله ﺌـې مقالات لیکلي دي. د یو شمـېـر اشعارو ټولگه ﺌـې په څلورو ټوکونو کې چاپ سوې ده. د خلیلي آثار د آسیا او اروپا په ادبي کړیو کې شهرت لري. افغانان او ایرانیان ﺌـې د معاصري پاړسۍ ستر شاعر گڼي. خلیلي ته په کور دننه او له هـېـواده دباندې یو شمـېـر اکاډیمیک مډالونه ورکړل سوي او په افغانستان او فرانسې کې ﺌـې لوړ ترینه اکاډیمیک مډالونه تر لاسه کړي دي. خلیلي یو کتابتون لري چې شل زره ټوکه کتابونه لري؛ دا د دﮤ د ټول ژوند "یوازینۍ پانگه" ده چې د خپل کار او ژمنې په مټ ﺌـې راټوله کړې ده. د خلیل الله خلیلي وروستـنی چاپي اثر د حبیب الله کلکاني په هکله دی چې «عیارې از خراسان» نومـېـږي. د خلیلي د دیوان لومړۍ او دوهمه برخه په تهران کې په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۵ز کال کې چاپ سوه او دریمه برخه ﺌـې په ۱۹۸۴ز کال کې په پاکستان کې چاپ سوه.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

خلیل الله خلیلي