Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتواترجمهٔ دریبیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​پسر بهرام خان بود که در ۱۸۹۰در سرحد د شمال غربی( NWFP) در منطقه ی «هشت نگر» در قریه ی اتمانزی چشم به جهان ګشوده است. تعلیمات ابتدایی را در مکتب مربوط به مسجد قریه  آغاز و بعد در سال ‍‍۱۹۲۱شامل (میونیسي پل بورډ اینډ ایدوارډ میموریل های سکول) پشاور ګردیده وبعد تعلیمات بعدی را در (کمپبل پور و عليگهر) تکمیل نمود.

  غفارخان یک وطخواه پشتون بود، او در ولایت شمال غرب پاکستان NWFP (که فعلاً کوزه پښتیخانامیده میشود-م.)به تاسیس مکاتب پرداخت. غفار خان از طرف خوانین «هشت نگر» به حیث رهبر تعیین وبه "بادشاه" مشهور ګردید او (انجمن نو جوانان) و سایرسازمانها را تاسیس کرد، و در اخر به سازمان (خدايي خدمتگارانو) [ ] تبدیل شدند. پاچاخان (خان عبدالفغار خان)در بین اقوام افغان مهمند و افریدیهای سرحد تاثیر ونفوط زیادداشت.

 غرض حصول  استقلال افغانها پالیسی عدم تشدد را اختیار نمود و باحزب کانگرس متحد ګردید. بعد از حاکمیت برتانوي ها توسط حکومتهای  پاکستانی چندین بار زنداني ګردید. از ۱۹۶۴ تا ۱۹۸۱در کابل و جلال آباد بحیث مهمان حکومت افغانستان زندګی نمود. بعضاً بنام «باچا خان» نیز شهرت دارداز طرف اعلیحضرت امان الله خان برایش لقب و اعزاز «فخر افغان» حاصل ګشت. همچنان به نام «دسرحد  گاندهي» نیز شهرت دارد. طوریکه دیده مشود خان عبدالغفار پشتیبان ببرک کارمل بود.

مترجم دری:  پوهاند محمد بشیر دودیال

​خان عبدالغفار خان د بهرام خان زوی، په ۱۸۹۰ز کال کې د شمال لویدیځې کرښې په ولایت NWFP د «هشت نگر» د اتمانزیو په کلي کې زېـږېـدلی دئ. خپلې زده کړې ﺌـې د خپل کلي د جومات په ښوونځي کې او په ‍‍۱۹۲۱ز کال کې د پـېـښور د (میونیسي پل بورډ اینډ ایدوارډ میموریل های سکول) په لیسې کې تر سره کړي دي او بیا ﺌـې په (کمپبل پور او عليگهر) کې تحصیلات کړي دي.  غفارخان یو پـښـتون نشنلیست دئ، او د شمال لویدیځې کرښې په ولایت NWFP کې ﺌـې د ښوونځیو په جوړولو او پرانیستلو کې مرسته وکړه. غفار خان د «هشت نگر» د خانانو له لوري د "بادشاه" په توگه وټاکل سو او د (انجمن نو جوانان) او نورو سازمونونو بنسټونه ﺌـې کښـېـښودل چې په پای کې ټول د (خدايي خدمتگارانو) په سازمان واوښتل. د مهمندو او افریدیو او د سرحد د افغانانو د گڼ شمـېـر کسانو په منځ کې ﺌـې ستر اغـېـز درلود.

 د پـښـتـنو د استقلال د ترلاسه کولو لپاره ﺌـې د عدم تشدد پالیسې دود کړه او د کانگرس له گوند سره یو ځای سو. د برتانوي واکمنو او وروسته د پاکستان د حکومت له پلوه څوڅو ځله زنداني سو. له ۱۹۶۴ تر ۱۹۸۱ز کال پورې ﺌـې په کابل او جلال آباد کې د افغان حکومت د مـېـلمه په توگه ژوند ژواک وکړ. ځینې کسان ﺌـې د «باچا خان» په نوم یادوي او اعلیحضرت امان الله خان ورته د «فخر افغان» لقب ورکړی دئ. همدا شان د «سرحد د گاندهي» [ ] په نوم هم شهرت لري. داسې ښکاري چې خان عبدالغفار خان د ببرک کارمل ملاتړی دئ.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

خان عبدالغفار خان