Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د غلام حسین زوی، د ۱۹۲۸ز کال د مارچ د میاشتې په شپږمې نــېــتې په کابل کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۴۷ز کال کې د نجات له لیسې فارغ سو او په ۱۹۵۱ز کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغ سو. له ۱۹۵۷ تر ۱۹۶۱ز کال پورې د جرمني د «کولن» او «بُن» [ ] په پوهنتونو کې ﺌـې تحصیلات وکړل او په ۱۹۷۰ز کال کې ﺌـې خپله دکتورا په اقتصاد کې د بن له پوهنتون څخه ترلاسه کړله. له ۱۹۶۲ تر ۱‍۹۶۸ز کال پورې د مالیې د وزارت سلاکار. له ۱۹۶۲ تر ۱‍۹۶۸ز کال پورې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو مدرس. له ۱۹۶۳ تر ۱۹۶۵ز کال پورې د کابل د هوايي ډگر د گمرکاتو مدیر. له ۱۹۶۵ تر ۱۹۶۶ز کال پورې د کابل د گمرکاتو رﺌـیس. په ۱۹۶۸ز کال کې د مالیې په وزارت کې د گمرکاتو د ریاست عمومي رﺌـیس.  له ۱۹۷۱ تر ۱۹۷۳ز کال پورې د مالیې وزیر. په ۱۹۷۴ز کال کې جرمني ته لاړ او د بن په پوهنتون کې د اقتصاد پوهاند/ پروفیسر سو.
لیکوال: لودویگ آدمک
 ژباړونکي: رحمت آریا

حیدر داور