Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​حفیظ الله امین په ۱۹۲۹ز کال کې د کابل ولایت د پغمان په ولسوالۍ کې زېـږېـدلی دئ. پلار ﺌـې حبیب الله نومـېـدﮤ (چې د صدراعظم محـمدهاشم پر مهال د محبس رﺌـیس وو.) امین د غلزیو د خروټو له قبیلې څخه دئ چې کورنۍ ﺌـې د نولسمې پـېـړۍ په ترڅ کې پغمان ته راغله. امین خپلې ابتدايي اوثانوې زده کړې په پغمان کې بشـپړې کړې او د کابل له دارالمعملین څخه فارغ سو. له فراغت وروسته د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي کې شامل سو او خپل لیسانس ﺌـې په ریاضیاتو او فزیک کې تر لاسه کړ. له فراغت وروسته په کابل کې لومړی د ابن سینا د لیسې ښوونکی او وروسته ددې لیسې مرستیال مدیر سو. په ۱۹۵۷ز کال کې د امریکا متحده ایالاتو ته لاړ او خپله ماستري ﺌـې د کولمبیا له پوهنتون څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې تر لاسه کړه. کله چې افغانستان ته راستون سو د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې د «پوهنیارۍ» په علمي رتبې سره د مدرس په توگه مقرر سو. له دې ځایه وروسته د ابن سینا د لیسې د مدیر په توگه مقرر سو او وروسته د کابل د دارالمعلمینو د مدیر په توگه مقرر سو.

 امین تر لنډې مودې پورې په دې مقام پاتې سو او بیا د معارف په وزارت کې د ښوونکو د روزنې د نوي رامنځته سوي دیپارتمنت د غړي په توگه مقرر سو. په ۱۹۶۲ز کال کې د امریکا متحده ایالاتو ته د دکتورا د ترلاسه کولو لپاره ولـېـږل سو. په ۱۹۶۳ز کال کې د افغان محصلینو د اتحادیې په کلنۍ غونډې کې امین «د خپل شدید پـښـتـني ناسیونالیزم له کبله» د اتحادیې د رﺌـیس په توگه انتخاب سو. ددې مقام په تر لاسه کولو سره د امین سیاسي فعالیتونو د پام وړ ډېـروالی وموند او د تحصیل په برخه کې ﺌـې انقطاع رامنځته سوه چې په ۱۹۶۵ز کال کې افغانستان ته راستون سو.  امین د یوﮤ کال لپاره د رابعـﮥ بلخي په لیسې کې درس ورکړ او د راتلونکو درې کالو لپاره ﺌـې د معارف په وزارت کې د ابتدايي تدریساتو د ریاست د غړي په توگه کار وکړ. ویل کـېـږي چې امین په همدغـﮥ وخت کې مارکسیست سو. امین د ولسي جرگې د دیارلسمې دورې د ټاکنو لپاره له پغمان څخه د کاندید په توگه ودرید او د خلق د ډیموکراتیک گوند د غړي په توگه ﺌـې یوه څوکۍ وگټله.  د سلطنت له سقوط وروسته هغه د گوند په ټولو برخو کې په ځانگړې توگه د وسله وال ځواک په منځ کې د کار کولو لپاره فعاله کار پیل کړ چې ددغو ټولو هڅو پایله د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د میاشتې په ۲۷ نـېـټې په پاڅون واوښتله.  د ۱۹۷۸ز کال د مې د میاشتې په اتمې نــېــټې د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت لومړۍ کابینې چې د نور محـمد تره کي له خوا جوړه سوه په کې حفیظ الله امین د صدراعظم مرستیال او د باندنیو چارو د وزیر په توگه وټاکل سو.

د ۱۹۷۸ز کال د جولای د میاشتې په اتمې نـېـټې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې سیاسي بیرو امین د مرکزي کمیټې د سکرتریت د منشي په توگه وټاکـﮥ.  حفیظ الله لومړنی څوک وو چې د ۱۹۷۸ز کال د نوامبر په ۷ نـېـټې ﺌـې اعلان وکړ چې «زموږ انقلاب د ستر لینین د ۱۹۱۷ز کال د انقلاب دوام دئ.» د ۱۹۷۹ز کال د اپریل په میاشت کې صدراعظم او د باندنیو چارو وزیر. د ۱۹۷۹ز کال د سپتمبر د میاشتې په ۱۶ د نور محـمد تره کي له خلع ید وروسته ولسمشر.  د ۱۹۷۹ز کال د دسمبر د میاشتې په ۲۷ نــېــټې کله چې د پرچم فرکسیون واک ونیو حفیظ الله امین ووژل سو.

حفیظ الله امین وادﮤ کړی او درې زامن او څلور لورگانې لري.  مورنۍ ژبه ﺌـې پـښـتو وه.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

حفیظ الله امین