Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د کونړ د پــَــشــَـد د بومي اوسـېـدونکي سید حسین زوی، په ۱۹۰۰ز کال کې د لغمان په چارباغ کې زېـږېـدلی دئ. زده کړې ﺌـې په اسلامیاتو کې په خصوصي ډول کړي دي. د ۱۹۲۰ز لسیزې په اوږدو کې د «جنگ له ښوونځي/ حربي ښوونځي – ژ» څخه فارغ سوی دئ. د اعلیحضرت امان الله خان ملاتړی او د حبیب الله کلکاني پر ضد ﺌـې پوځي فعالیتونو کې ونډه واخیستله. جنرال او «رﺌـیسِ حربيه» سو. په ۱۹۲۹ز کال کې ﺌـې د «کور غم» رساله خپره کړه. زنداني سو او په ۱۹۴۰ز کال کې په زندان کې وفات سو. سید حسن یو نشنلیست / ملتپاله  او پـښـتون شاعر وو.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

حسن فارانی