Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​ډاکټر حبیب منگل د ځلمي خان منگل ورارﮤ په ۱۹۴۶ز کال کې د پکتیا په موسی خیلو کې زېـږېـدلی دئ.  د رحمن بابا له لیسې او وروسته په ۱۹۷۵ز کال کې د کابل پوهنتون د طب له پوهنځي څخه فارغ سوی دئ. په ۱۹۶۵ز کال کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند غړی سو. د گوند یو مسلکي کارکوونکی وو. په ۱۹۷۰ز کال کې زنداني سو. په ۱۹۷۲ز کال کې د افغانستان د لوړو زدکړو د مؤسساتو (پوهنتونونو) د محصلینو د اتحادیې د غونډې یو له بنسټ ایښودونکو څخه وو. په ۱۹۷۲ز کال کې د کابل پوهنتون د گوندي کمـېـټې د رﺌـیسه هـیـﺌـت مرستیال منشي. په ۱۹۷۵ز کال کې له پوهنتون څخه له فراغت وروسته د پکتیا ولایت د گوندي ولایتي کمـېـټې منشي. په ۱۹۷۸ز کال کې په سمنگانو کې د ۲ میاشتو لپاره د طب ډاکټر. د ۱۹۷۸ز کال د نوامبر له میاشتې د ۱۹۷۹ز کال د دسمبر د میاشتې تر ۲۷ نـېـټې پورې د پلچرخي په زندان کې زنداني. د مرکزي کمـېـټې ټاکل سوی غړی. د افغان د خلق ډیموکراتیک گوند PDPA د مرکزي کمـېـټې د سازماني نظم لپاره د منشي مرستیال په توگه ﺌـې کار وکړ چې د ټولنیزو سازمانونو مسؤولیت ﺌـې درلود. د ۱۹۸۰ز کال د نوامبر په میاشت کې د شوروي اتحاد سوسیالیستي جماهیرو USSR ته سفیر. د وزیرانو د شوری مرستیال رﺌـیس. دی په قوم موسی خیل منگل دئ؛ وادﮤ ﺌـې کړی او یو زوی لري. مورنۍ ژبه ﺌـې پښـتو ده.  
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

حبیب منگل