Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​محـمد سرور جویا د حاجي میرزا حسین زوی په ۱۸۹۸ز کال کې زېـږېـدلی دئ؛ (حاجي میرزا حسین : سررشته دار، د مالي دیپارتمنت مشر، د چنداول له یوې شیعه کورنۍ څخه). جویا لیکوال او شاعر وو. د چاپ چارې ﺌـې په شوروي اتحاد او عراق کې زدکړلې. له ۱۹۱۹ تر ۱۹۲۴ز کال پورې د اعلیحضرت امان الله د دربار کاتب. په هرات کې ﺌـې د دانش د مطبعې بنسټ کښـېـښود او تر ۱۹۲۸ز کال پورې ددې مطبعې مدیر وو.  له ۱۹۲۸ تر ۱۹۳۰ز کال پورې په هرات کې د اتفاق اسلام محرر. 

 په ۱۹۳۰ز کال کې د نادر شاه د پلویانو له لوري ټپي سو.  له ۱۹۳۱ تر ۱۹۳۲ز کال پورې د غلام محي الدین انیس له ادبي ټولنې سره یو ځای سو او د لنډ وخت لپاره د انیس محرر وو. په ۱۹۳۳ز کال کې د کابل د ادبي ټولنې غړی. په ۱۹۳۳ز کال کې د نادر پر ضد د لیکنو په پار زنداني سو. په ۱۹۴۶ز کال کې په زندان کې د ۱۳کالو له تـېـرولو وروسته د صدر اعظم شاه محـمود له لوري آزاد سو. د کوپراتیف د ډیپو د عمومي مدیر په توگه وگومارل سو. په ۱۹۴۸ز کال کې د کابل د ښاروال په توگه وټاکل سو. د وطن د خپرونې بنسټ ایښودونکی. په ۱۹۵۲ز کال کې یو ځل بیا زنداني سو او په ۱۹۶۱ز کال کې په زندان کې وفات سو.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

جویا سرور