Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د نظر محـمد تره کي زوی د غزني ولایت د ناوې د ولسوالۍ په سرﮤ کلي کې د ۱۹۱۷ز کال د جولای د میاشتې په ۱۵ (د ۱۲۹۶ل کال د چنگاښ په ۲۳ نـېـټې) زېـږېـدلی دئ.  د نور محـمد کورنۍ یوه کوچیانۍ کورنۍ وه. پلار ﺌـې د ناوې د کلي لومړني ښوونځي کې شامل کړ.(د انیس ورځپاڼه ﺌـې د غزني په مقر کې وايي، خو ناوه یوه ولسوالي سوې او د ناوې کلی د ناوي په ولسوالۍ کې یادېـږي.) په ۱۹۳۲ز یا ۱۳۱۱ل کال کې تره کي کندهار ته د کار موندلو په لټه راغی او د یوﮤ پښتانـﮥ سوداگر په کمپنۍ کې ﺌـې کار وموند. نوموړې کمپنۍ، تره کي په بمبـﺌـي کې خپل استازي دفتر ته، د کاتب په توگه ولـېـږﮤ.  په بمبـﺌـي کې د شپې ښوونځي کې شامل سو او تر لسم ټولگي پورې ﺌـې زده کړې بشپړې کړې. ویل کــېـږي چې په همدغـﮥ وخت کې ﺌـې له خان عبدالغفار خان [ ] سره ولیدل؛  دا هماغه غفار خان دئ چې د پـښتـونـستان د خپلواکۍ یو مبارز سو. تـره کي په ۱۹۳۷ز/ ۱۳۱۶ل کال کې بـېـرته افغانستان ته راستون سو او سیاسي افکارو ﺌـې پرمختگ کړی وو. عبدالمجید زابلي چې په خپله د تره کي له قبیله څخه وو نور محـمـد له ۱۹۴۵ تر ۱۹۵۳ز کال پورې د خپل خاص اداري سکرتر/منشي په توگه مقرر کړ. نور مـحـمـد تره کي وروسته د مطبوعاتو او اطلاعاتو په ریاست کې په راډیو کابل او د باختر په خبري آژانس کې کار وکړ.  تره کی د خپلو سیاسي فعالیتونو په کړس کې بدخشان ته د ټیټې رتبې کارته تبدیل سو. د محـمد هاشم له استعفی په وروسته دوران کې خلکو ته مدني آزادۍ ورکړل سوې، تره کی هم له یوﮤ سیاسي بهیر سره یو ځای سو.  ددې غورځنگ (ویښ ځلمیانو) غړو د لومړي ځل لپاره یو بل په کندهار کې ولیدل او بیا په ۱۹۴۸ز کال کې د کابل په لویدیځ کې په چهاردهي کې د تره کي په کرايي کور کې له یو بل سره ولیدل.    دغـﮥ غورځنگ ځانته یو شمـېـر پښتانـﮥ روڼ اندي او د کوچنۍ بورژوا کسان راوکاږل. دغـﮥ غورځنگ په ۱۹۵۱ز کال  کې د «انگار» په نوم خپل اوونیز نشراتي ارگان خپور کړ چې د "کور، کالي، تعلیم او مساوات" او د افغان ټولنې د ریفورم یا سمون او بیا جوړونې شعارونه ﺌـې راپورته کړل. تره کي هم په همدې ارگان کې یو شمـېـر مقالات ولیکل. دا کار ددې لامل سول چې دا ارگان د ۱۹۵۱ز کال په ۱۶ نـېـټې  تعلیق سي.

د ۱۹۴۸ او ۱۹۵۳ز کلونو تر منځ تره کي د لیکوال او سیاسي فعال په نوم شهرت وموند. په واشنگتن ډي. سي. کې د افغان سفارت د مطبوعاتې اتشې په توگه مقرر سو. په ۱۹۵۳ز کال کې کله چې محـمد داؤود د افغانستان صدراعظم سو، تره کي نوی رژیم محکوم کړ او په واشنگتن کې له شپږ میاشتینۍ تصدۍ وروسته د امریکا له متحده ایالاتو څخه بـېـرته راستون سو. د ۱۹۵۳ او ۱۹۶۳ز کلونو تر منځ تره کي د «نور دار الترجمه» ﺌـې پرانیستله چې د امریکا د سفارت په گډون ﺌـې د بـېـلا بـېـلو افغان او باندنیو سازمانونو لپاره د ژباړې کارونه پر مخ بیول. په عین وخت کې ﺌـې خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړ او یو شمـېـر آثار ﺌـې چاپ کړل چې انقلابي بڼه ﺌـې درلودله. د ۱۹۶۵ز کال د جنورۍ د میاشتې په لومړې نـېـټې تره کي د کابل په شیرشاه مینې کې خپل کور ته ۳۰ تنه ځوانان راوغوښتل چې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د بنسټ ایښودلو لپاره غونډه وکړي. تره کي د اجراﺌـیه کمیټې د غړي او د گوند د عمومي منشي په توگه وټاکل سو. په ۱۹۶۵ز کال کې تره کي د ولسي جرگې لپاره ځان د ناوې له ولسوالۍ څخه کاندید کړ خو بریالی نـﮥ سو. د ۱۹۶۶ز کال د اپریل په میاشت کې گوند د (خلق) په نوم یوه اونیزه چاپ کړه؛ ددې اونیزې ناشر تره کي او محـمد حسن بارق شفیعي (چې وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزیر سو) د اونیزې سرمحرر وو.  دا ورځپاڼه له شپږمې گڼې وروسته تعلیق سوه.

په ۱۹۶۷ز کال کې گوند د نور محـمد تره کي تر مشرۍ لاندې د «خلق» او د ببرک کارمل تر مشرۍ لاندې د «پرچم» په دوه فرکسیونونو وویشل سو. پرچمیانو په ۱۹۷۳ز کال کې د محـمد داؤود له کودتا وروسته، له محـمد داؤود سره همکارۍ وکړه حال دا چې خلقیانو ځانونه گوښه ونیول او هڅه ﺌـې وکړه چې خپلې موخې «د علمي سوسیالیزم پر بنسټ د ټولنې جوړو» ته د رسـېـدلو لپاره په وسله وال ځواک کې نفوذ کولو ته دوام ورکړ. حفیظ الله امین ته، چې وروسته د صدر اعظم مرستیال او د باندنیو چارو وزیر سو، دنده ورکړل سوه چې د وسله والو ځواکونو په منځ کې کار وکړي.  په ډېـر لنډ وخت کې د وسله وال ځواک یو شمـېـر افسران (چې اکثریت ﺌـې قبیلوي پښتانـﮥ ول) د خلقیانو دغې موخې ځانته راوکاږل. د ۱۹۷۷ز کال د جولای په میاشت کې د دواړو فرکسیونونو تر منځ وحدت له سره رامنځته سو او تره کی د عمومي منشي په توگه پاتې سو. وحدت باید په دوه وو څانگو کې رامنځته سوی وای، په ملکي او په پوځي څانگو کې. په ملکي سکتور کې وحدت چې پرچمیان په کې اکثریت ول باید د بشپـړ مساوات پر بنسټ رامنځته سوی وای؛ د وسله وال ځواک په سکتور کې چې خلقیان اکثریت ول، خلقیان په برلاسي توگه په کنترول کې پاتې سول. په عین وخت کې د داؤود حکومت خپل گوند جوړ کړ چې (حزبِ انقلاب ملي) نومـېـدﮤ او پرچمیان ﺌـې د واکمنۍ له مقامونو څخه حذف کړل. کله چې د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د میاشتې په ۱۷ نـېـټې د خلق د گوند یو غړی، میر اکبر خیـبر، ووژل سو، د هغـﮥ د جنازې په مراسمو کې په زرهاوو خلک د اعتراض په ډول راټول سول او د نور محـمد تره کي په گډون د کیڼ لاس مشران ونیول سول. د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د میاشتې په ۲۷ نـېـټې د وسله وال ځواک کودتا، د داؤود رژیم نسکور کړ. د ۱۹۷۸ز کال د اپریل د میاشتې په ۳۰ نـېـټې نور محـمد تره کی د انقلابي شوری د رﺌـیس او د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت د صدراعظم په توگه وټاکل سو. د ۱۹۷۸ز کال د ډسمبر په میاشت کې تره کي مسکو ته لاړ او له شوروي اتحاد سره ﺌـې د دوستۍ تړون لاسلیک کړ. تره کي په هاوانا کې د ناپییلو هـېـوادونو د مشرانو په غونډه کې گډون وکړ او بیرته د مسکو له لارې کابل ته را روان وو چې په مسکو کې ﺌـې د رﺌـیسه هـیـﺌـت له صدر بریژینیف سره ولیدل. د ۱۹۷۹ز کال د سپمتبر په ۱۶ نـېـټې د تره کي د شخصیت پالنې/ کیش شخصیت پرستي پر دود باندې د پای ټکی کښـېـښودل سو. او د ۱۹۷۹ز کال د اکتوبر د میاشتې په ۹ نـېـټې ووژل سو.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

تره کي نور محـمد