Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د محـمـد یوسف زوی، په ۱۹۴۰ز کال کې په فیض آباد کې زېـږېـدلی دئ. په ۱۹۴۷ز کال کې په فیض آباد کې په لومړي ښوونځي کې شامل سو، ورپسې کابل ته راکډه سو او د ابو حنیفه په ښوونځي کې (چې د دارالعلوم شریعت په نوم یادېـدﮤ) شامل سو او له لومړۍ څانگې څخه ﺌـې فارغ سو. وروسته د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي کې شامل سو او له څلورکلن تحصیل وروسته په ۱۹۶۳ز کال کې ورڅخه فارغ سو. له ۱۹۶۳ تر ۱۹۶۶ز کال پورې د شرعیاتو په پوهنځي کې مدرس. په ۱۹۶۸زکال کې ﺌـې خپله ماستري د الازهر له پوهنتون څخه واخیسته او د دکتورا په پروگرام کې ثبت سو. افغانستان ته له راستـنـېـدلو وروسته د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي د فلسفې استاد او د کابل پوهنتون د څـېـړنې د ديپارتمنت غړی سو.

په ۱۹۷۰ز کال کې ﺌـې د دریو میاشتو لپاه له تورکیې څخه لیدنه وکړه. په ۱۹۷۰ز کال کې د (مجلـﮥ شریعت) محرر. په ۱۹۵۷ز کال کې له هماغه پیل څخه د اسلامي غورځنگ غړی. په ۱۹۶۸ز کال کې له مصر څخه له راستـنـېـدلو سره سم د پوهنتون محصلین ﺌـې د (جمعیت اسلامي افغانستان) د عالي شوری لپاره سمبال کړل. برهان الدین رباني په ۱۹۷۲ز کال کې د نوموړې شوری د ۱۵ تنو غړو له پلوه د جمعیت د لارښود مشر په توگه وټاکل سو. په ۱۹۷۴ز کال کې د نیول کـېـدلو له منگولو وتـښـتـېـد او په قباﺌـیـلي سیمو کې مخفي سو. د غوايي له اوومې (د ۱۹۷۸ز کال د اپریل له ۲۷ وروسته کله چې مارکسیستانو واک ونیوﮤ) رباني باندني سفرونه وکړل. په ۱۹۸۰ز کال کې ﺌـې په اسلام آباد کې د اسلامي هـېـوادونو د باندنیو چارو وزیرانو ته وینا وکړه. په ۱۹۷۹ز کال کې ﺌـې د افغانستان د آزادۍ لپاره د اسلامي اتحاد په جوړولو کې برخه واخیستله. د یو شمـېـر آثارو مؤلف.

لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

برهان الدین رباني