Select/Deselect all list
Click on the keyboard if you do not have the correct keyboard layout.
قاموس بایوگرافیکی افغانستان
نوع محتوابیوگرافی مختصرتصویراسم
قاموس بایوگرافیکی افغانستان

​د پکتیا د ولایت د پخواني والي د تورن جنرال محـمد حسین زوی په ۱۹۲۹ز کال کې په کابل کې زېـږېـدلی دئ؛ (محـمد حسین : د پکتیا د ولایت پخوانی والي وو چې د غلزیو د ملا خیلو په قبیلې پورې اړه لري او د کابل په ختیځ کې د کمریو په کلي کې له مـېـشت کـېـدلو سره سم دري ژبی سوی دئ.) پلار ﺌـې خپل زوی ته د ببرک یعنې (د پړانگ د بچي په معنی) نوم غوره کړ چې په پـښـتو کې د زړورتیا سمبول دئ.  ببرک په ۱۹۴۸ز کال کې د اماني «نجات» له لیسې څخه فارغ سوی دئ.
په ۱۹۵۰ز کال کې د پوهنتون د محصلینو په اتحادیې کې د خپلې ونډې له کبله د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته ونــﮥ منل سو. له ۱۹۵۱ تر ۱۹۵۳ز کال پورې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته تر زنداني کـېـدلو پورې لاړ. [ ] ویل کـېـږي چې په لومړی کې یو لیبرال دیموکرات فعال  وو چې وروسته مارکسیست سو. د ۱۹۵۴ز کال په شاو خوا کې ﺌـې د کارمل تخلص غوره کړ چې د «کارگر د ملگري په معنی دئ.» په ۱۹۵۶ز کال کې د محـمد داؤود له پلوه آزاد سو او د انگلیسي او جرمني ژبو د ژباړونکي په توگه ﺌـې کار وکړ؛ او په ۱۹۵۷ز کال کې د پوځي احتیاط ښوونځي ته د مکلفیت د دورې د تـېـرولو لپاره پوځي زده کړو ته لاړ. په ۱۹۶۰ز کال کې د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغ سو. په ۱۹۶۱ز کال کې د معارف د وزارت د تألیف او ترجمې د ریاست غړی سو. له ۱۹۶۱ تر ۱۹۶۵ز کال پورې د پلان د وزارت مأمور سو او په همدې مودې کې له سیاسي اړخه فعاله سوی وو. په ۱۹۶۵ او ۱۹۶۹ز کلونو کې ولسي جرگې ته وټاکل سو او تر ۱۹۷۳ز کال پورې د کابل د ولسې جرگې غړی وو.  په ۱۹۷۴ز کال کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د بنسټ ایښودونکې غونډې غړی سو. [دغه کال ۱۹۶۴ز کال دئ او دلته په انگلیسي متن کې تایپي تـېـروتـنه سوې ده - ژ] همدا شان د مرکزي کمیټې د غړي او د مرکزي کمیټې د سکرتر په توگه وټاکل سو. له ۱۹۶۵ تر ۱۹۷۷ز کال پورې ﺌـې د پرچم د ډلې مشري وکړه چې په ۱۹۷۷ز کال کې د خلقیانو له فرکسیون سره ﺌـې وحدت وکړ.  په ۱۹۷۷ز کال کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو او د سکرتریت یا دارالانشاء غړی سو.  په ۱۹۷۸ز کال کې د میر مـحـمد اکبر خیبر له مرگ وروسته زنداني سو خو د غوايي د انقلاب په پایلې کې له زندانه خوشې سو. د ۱۹۷۸ز کال د اپریل په میاشت کې د انقلابي شوری د مرستیال او د افغانستان د مرستیال صدراعظم په توگه وټاکل سو. د ۱۹۷۸ز کال د جولای په میاشت کې چکوسلواکیا کې د سفیر په توگه مقرر سو. د ۱۹۷۸ز کال د آگست په میاشت کې له کاره وشړل سو او د انقلابي حکومت پر ضد د توطـﺌـو په جوړولو تورن سو. د گوند له غړیتوب او له خپلو ټولو مقاماتو څخه محروم وگرځول سو. د ۱۹۷۹ز کال د دسمبر د میاشتې په ۲۷ نـېـټې کابل ته راغی او د حفیظ الله امین ځایناستی سو. له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۶ز کال پورې ولسمشر او د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند عمومي منشي. په ۱۹۸۲ز کال کې ﺌـې ځای سلطان علي کشتمند د صدراعظم په توگه ونیوﮤ. ببرک کارمل د خلق او پرچم په جرایدو او نورو کې مقالات لیکلي دي. وادﮤ ﺌـې کړی او څلور ماشومان لري.
لیکوال: لودویگ آدمک
ژباړونکي: رحمت آریا

ببرک کارمل